افغانستان

فراه: دولتي عسکرو په فراه رود بازار کې یو تنکی ماشوم په «شهادت» رسولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د یو ماشوم په ګډون ۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړولې ده.

د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، نن د دوشنبې په ورځ دولتي عسکرو د فراه ورد بازار کې پر ملکي خلکو ډزې کړي، چې له امله یې یو اته کلن ماشوم «شهید» شوی او ۶ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په فراه کې پر ولسي خلکو بریدونه کوي او ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته کوي، بلکې تردې وړاندې هم د فراه ولایت په مختلفو برخو کې دولتي عسکرو پر ملکي بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د هېواد په ۱۶ ولایاتو کې د دولتي عسکرو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۶۵ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx