افغانستانسولې اړوند خبرونه

پخلاینې عالي شورا: جمهوریت سره کرښه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي شورا دوهم مرستیال «اسدالله سعادتي» وایي، په هیواد کې د جمهوري نظام بقا او د رایو له لارې د ولسمشر ټاکل کېدل هغه څه دي، چې دده له قوله، معامله ورباندې کېدلای نشي او بدیل نه لري.

سعادتي چې نن يې په کابل کې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د جمهوري نظام بقا او دا چې د نظام لومړی کس به د رایو له لارې ټاکل کېږي، هغه څه دي چې زموږ لپاره سره کرښه ده او هیڅ بدیل نه لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې طالبانو تر دې دمه د خپل خوښې وړ «اسلامي نظام» په اړه توضیحات نه دي ورکړي؛ خو له خبرو یې داسې ښکاري، چې له اسلامي نظام څخه یې مراد هماغه پخوانی اسلامي امارت دی.

د سعادتي په خبره، «اوربند» او تر سولې وروسته د نظام بڼه هغه څه دي، چې ښايي په راتلونکو مذاکراتو کې جنجال پاروونکي وي؛ ځکه دده له قوله، اوربند د کابل د مذاکراتي ټيم د اجنډا په لومړنیو موضوعاتو او د طالبانو د خوښې وړ موضوعاتو په وروستۍ برخه کې قرار لري.

نوموړي ددې تر څنګ د دواړو مذاکراتي ټیمونو تر منځ د نظر ستر توپير ته په اشارې ویلي، چې ښايي له همدې امله په افغانستان کې د سولې تامین ستونزمن وي.

د سعادتي له قوله، سوله یوازې هغه وخت تامین کېږي، چې عدالت تامین شي او د ټولنې د ټولو وګړو حقونه ورکړل شي.

سعادتي داسې مهال جمهوري نظام خپله کرښه بولي؛ چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیم تر منځ لا تر دې دمه ددې موضوعاتو په اړه خبرې نه دي پیل شوې.

کابو یوه اوونۍ وړاندې دواړو لورو د اجنډا د موضوعاتو لستونه تبادله کړل او د نوي کال د جنوري میاشتې پر پنځمه یې د مذاکراتو د بیا ځلې پيلېدو په اړه هوکړه وکړه.

طالبانو که څه هم د سعادتي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې يې په بیا، بیا ټینګار کړی و، چې د اسلامي نظام هره هغه بڼه ورته د منلو وړ ده، چې مذاکراتي ټیمونو يې په اړه هوکړه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

جمهوریت خو کفر ده، اووووو لامذهبه اوووو امریکایی مجاهدینو! دیموکراسی او جمهوریت دواره یوه معنی لری خو صرف دیموکراسی مودرنه ده،
جمهوریت دخلکو اختیار نه دالله اختیار
دخلکو انتخاب نه دالله انتخاب
دخلکو غوشتنه نه دالله غوشتنه
اکثریت ته اعتبار نه حق ته
جمهوری اسلامی یا اسلامی جمهوری او یا هم
اسلامی جمهوری اسلامی چه هم شی بیا هم دا کفر ده،سوک چه اسلامی نظام نه غواری هغه مسلمان نده هغه افغان نده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx