
افغانستان
کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې له کبله ۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
دا پېښه نن غرمه ۱۲ نیمې بجې د ارغنداب ولسوالۍ په «بوډای» کلي کې د ملکي خلکو پر یو زرنج رکشې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي، په دغه پېښه کې ۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
نوموړی زیاتوي، په وژل شوو دوه ماشومان هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې هم پر یو باروړونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۲ تنه ملکیان مړه او یو بل ټپی شوی ؤ.