افغانستان

طالبانو میدان وردګو کې لسګونو «اړمنو» کورنیو باندې خوراکي توکي ویشلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې طالبانو لسګونو «اړمنو» کورنیو باندې خوراکي توکي ویشلي دي.

دا مرستې تیره ورځ په چک ولسوالۍ کې د طالبانو د «مؤسساتو کمیسیون» ځايي مسئولینو په وینا ددوی لخوا په شاوخوا ۲۵۰ کورنیو باندې ویشل شوي، چې په کې اوړه، وريژې، مکروني او نور خوراکي توکي شامل دي.

په چک ولسوالۍ کې د طالبانو د «مؤسساتو کمیسیون» ځايي مسئولین وايي، د یو ځانګړي میکانیزم له لارې یې لومړی اړمنې کورنۍ ځانګړې او بیا مرستې ورباندې ویشلي دي.

باید وویل شي چې د طالبانو د «مؤسساتو کمیسیون» تردې وړاندې هم د میدان وردګو په شمول د هېواد په مختلفو ولایاتو کې په زرګونو اړمنو کورنیو خوراکي او نورې مرستې ویشلي او هوډ یې څرګند کړی، چې د مرستو رسولو دغه لړۍ به جاري ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx