افغانستان

آزاد خبریال او د غزني ولایت د خبریالانو د ټولنې مشر رحمت الله نیکزاد ترور شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): نن مازدیګر ناوخته د غزني ولایت مرکز کې ددې ولایت د خبریالانو د  ټولنې مشر او آزاد خبریال رحمت الله نیکزاد په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د غزني د ولایتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت ددې خبر په تایید سره ویلي، چې رحمت الله نیکزاد د خپل کور مخکې د ناپېژاندو وسله والو لخوا تر برید لاندې راغلی دی.

د همت په خبره چې په دغه برید کې ښاغلی نیکزاد ځای پرځای وژل شوی دی.

د غزني ولایتي چارواکي ددې پېښې په اړه له زیاتو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

رحمت الله نیکزاد چې د الجزیرې، اسوشټیډ پریس(AP) خبري آژانسونو خبریال او په غزني ولایت کې د خبریالانو د ملي ټولنې ولایتي مشر ترور په پراخه کچه غندل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي پر وژل کېدو د خفګان ښکاره کولو ترڅنګ د هغه مړینه د هېواد لپاره ستره ضایعه بللې ده.

ددې ترڅنګ د هېواد ګڼو خبریالانو او خبري ټولنو هم د نوموړي د ترور پېښه غندلې او له حکومتي چارواکو یې غوښتنه کړې چې د پېښې عاملین په ګوته او محکمې ته راکش کړي.

دا په تیرو نهو میاشتو کې پنځم خبریال دی، چې په هېواد کې وژل کیږي.

کابو یوه  نیمه میاشت مخکې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو مسئول او د افغانستان بانک نشراتي سلاکار یما سیاوش په کابل ښار کې په یوې شکمنې بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ؛ خو حکومتي چارواکو د نوموړي قضیه په جدي توګه ونه څېړله، چې له امله کورنۍ اړ شوه ترڅو خپله قضیه د نړیوالو جرمونو په محکمه کې ثبت کړي.

ددې  ترڅنګ کابو دوه اونۍ وړاندې په کابل ښار کې د آریانا نیوز خبریال فردین امیني په مرموزه توګه ووژل شو. که څه هم د کابل ښار امنیه قومندانۍ د هغه د وژل کېدو لامل د چړې په واسطه ځان وژنه بللې وه؛ خو کورنۍ یې بیا دغه ادعا رد کړه او د بې پرې څیړنو غوښتنه یې وکړه.

لیکن وروسته چې کله د اشرف غني لومړي مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح د هغه کورنۍ ته خبرداری ورکړ، که چیرې پولیس تحقیقات ترسره کوي نو د فردین امیني د کورنۍ میرمنې او ماشومان به هم د پولیسو لخوا استجواب کیږي، نو د مرحوم امیني کورنۍ خاموشه کړل شوه.

په ورته مهال حکومتي چارواکو ادعا وکړه چې په هلمند ولایت کې د آزادي راډیو د خبریال الیاس داعي او جلال آباد ښار کې د انعکاس رادیو تلویزیون خبریالې ملالۍ میوند قاتلان نیولي؛ خو د خبریالانو ټولنې د حکومت له کارګردۍ څخه رضایت نه ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر لویو ښارونو د امنیتي میثاق ترنامه لاندې د حکومت لخوا په نامسئولو وسله والو د وسلو ویشلو پروګرام له امله د ملي، روحاني او ټولنیزو شخصیتونو هدفي وژنو او ترورونو زور اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که څه هم په اوایلو کی د ځینو یا ډیرو خبریالانو وژنه اړینه وه طالبانو ډیر اخطارونه ورکړل او ځینی یی په سزا ورسول. رسنی او تلویزونه لږ تر لږه نورمال یا نیوترل حالت ته راولویدل تر دی چه اوس غلامه اداره یی په دروغو یا زیاتو ویلو مجبوروی او ډیر ورته غوږ نه نیسی. په ځانګړی ډول دوه لسیزی وروسته چه خبریالانو ته هم حقایق په ډاګه شول چه اشغالګر او غلامه اداره زمونږ د مظلوم ولس او خپلواکی دشمنان دی هڅه لری چه د میدیا یا رسنیو په ومټ له سپینه تور او له توره سپین جوړ کړی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx