افغانستان

کندهار کې ۲۳۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې طالبانو ته د ۲۳۰ دولتي عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په  استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، د تیرې یوې میاشتې په جریان کې د پنجوايي ولسوالۍ له مختلفو څخه ۲۳۰ تنه دولتي عسکر، پولیس او اربکیان د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده د بښنې له فرمان څخه په ګټه اخیستنې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه میاشت کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې په یوې ولسوالۍ کې طالبانو تسلیمیږي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۶۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دوی پوهیدلی، دا کار یی باید له اوله کړی وی اړه نه وه چه طالبانو ته تسلیم شوی وی ، د طالبانو په شان یی وسله څه چه توری او کوتکی یی د اشغالګرو پسی رااخستی وی او له خپل لوی ټاټوبی یی اشغلګر او داخلی اشغالګر شړلی وی. مګر دا چه دوی د فقر او بیسوادیو سره مخ وو اوس هم ناوخته نه دی چه خپلو مجاهدو ورونو ته تسلیم بلکه باید ورسره په یوه سنګر ودریږی د خپلی خاوری، خلکو،. خپلواکی او ناموس څخه دفاع وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x