افغانستان

هرات کې ترافیکي پېښو ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز مسئولین او روغتیايي چارواکي په هرات ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۹ کسانو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکوي.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمدرفیق شیرزوی رسنیو ته ویلي، نن ماښام شاوخوا ۶ نیمې بجې ددې ولایت په رباط سنګی ولسوالۍ کې یو فیلډر موټر له یو ټیلر موټر سره جنګېدلی.

نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د دوو ماشومانو، دوو میرمنو او درې نارینه وو په ګډون د فیلډر موټر ۷ تنه سپرلۍ وژل شوي دي.

له هرات څخه په یو جلا خبر کې ویل شوي، چې نن سهار د دې ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون چارواکو هم ددې پېښې د پخلي ترڅنګ ویلي، چې ددې پېښې د ټولو ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

هرات ولایت کې هرکال سلګونه کسان د ترافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د تیرې جمعې په ورځ هم د هرات ولایت ادرسکن ولسوالۍ کې د هرات ـ کندهار پر لویې لارې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۵ مسافر مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x