افغانستان

کابل کې د محابسو ریاست پر موټر چاودنې ۵ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): امنیتي مسئولین وايي، د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د محابسو ریاست پر موټر بمي چاودنې د یاد ریاست د ۳ ښځینه ډاکټرانو په ګډون ۵ کارمندان وژلي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، نن سهار اووه نیمې بجې د اوومې امنیتي حوزې دوغ آباد سیمه کې پر یو کرولا ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

په ورته مهال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په وژل شوو کسانو د محابسو ریاست ۳ ښځینه ډاکټرانې او یو نارینه ډاکټر شامل دی؛ خو د پنځم وژل شوي او دوو ټپيانو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې مقناطیسي ماین چاودنو زور اخیستی، تیره اونۍ د کابل ولایت اداري او مالي مرستیال محبوب الله محبي هم په ورته یوې چاودنې کې خپل ژوند بایللی ؤ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

ددې پېښې قربانیان:

د وردګو ولایت، سیداباد ولسوالۍ د انخي د یارک خېلو د کلي اصلي اوسېدونکې دوه ډاکټرانې خویندې، ماما، د ماما ښځه او د ماما لور په ګډون ټولټال پنځه تنه وژل شوي دي،،، ویل کیژي چې یوه ډاکټره لا هم ژوندی اما د کوما په حال کې ده.

ویل کیژي چې دوی د زندانیانو په صحي چارو کې د صحت عامې اړوند مامورین وو، والله اعلم.

زما له نظره د ښځو په نښه کول په هېڅ فرهنګ او ایین کې ځای نلري.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx