افغانستانسولې اړوند خبرونه

تاجکستان د «عبدالله عبدالله» په مشرۍ د افغان سولې پروسې د بریا هیله څرګنده کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان په ګاونډ کې د تاجکستان هیواد چارواکو د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره د لیدنو په مهال  د افغانستان له سولې پروسې ملاتړ اعلان کړی او د نوموړي په مشرۍ یې د سولې د روانې پروسې د بریا هیله څرګنده کړې.

د تاجکستان د ولسي جرګې رییس «محمد طاهر ذاکرزاده» ویلي، چې د تاجکستان ولسي جرګه د افغانستان له سولې ملاتړ کوي او تل یې هڅه دا وي چې د دواړو هیوادونو تر منځ شته نیکې اړیکې لا پراخې شي.

ورته مهال د تاجکستان لومړي وزیر «قاهر رسول زاده» او بهرنیو چارو وزیر «سراج الدین مهرالدین» هم د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی او هیله یې ښودلې چې د عبدالله په مشرۍ به د افغان سولې پروسه بریا ته ورسېږي.

تاجکستاني چارواکو د خپل هیواد او سیمې ثبات د افغانستان په سوله کې نغښتی دی او هیله يې ښودلې چې د سولې په تامین سره به سیمه اقتصادي وده وکړي.

د پخلاینې عالي شورا وایي، عبدالله د تاجکستان له چارواکو سره په لیدنو کې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو وروستی حالت شریک کړی او له افغان سولې پروسې د تاجکستان د ملاتړ له امله یې مننه کړې.

عبدالله عبدالله داسې مهال سیمې ته سفر کوي، چې په دوحه کې د افغان سولې د خبرو بهیر پيل شوی او دواړو لورو د اجنډا د موضوعاتو له تبادله کولو وروسته د راتلونکي پړاو مذاکراتو لپاره د لا ډېرو مشورو په هدف درې اوونۍ وقفه اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

تاجیکستان به کله هم دا پرئ ذایعه نه کئ! هغوئ پوهیژی چئ په افغانستان کی کوم کسان د دوی گتئ او دوی ته وفادار پاته کیدلای سئ…

الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه تر اشغلګرو روسانو او امریکایانو د ع ، غ او نور کالی څټی غلامان زمونږ د مظلومو مرولسونو د پاره ډیره خطرناک او ضرر لری. دا چه امریکا له اوله تر اوسه د شمال او جنوب د قدرت تناسب په غلامه اداره کی ساتلی ، دا د امریکایانو او روسانو په تفاهم ترسره کیږی هغه وخت چه روسان ماتیدل د پلورل شوو جهادی رهبرانو په ځای یی امریکایانو ته پناه یووړه او تسلیم شول امریکایانو یی تسلیمی په دی شرط ومنله چه شروع کی به افغانی کمونستان کرایه یا اجاره ورکوی او اخره کی یعنی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x