
امريکا: که ایران د قاسم سليماني د وژنې غچ اخيستو هڅه وکړه، له سخت غبرګون سره به مخ شي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا د مرکزي قومندانۍ «سنټکام ځواک» قومندان جنرال کينټ ميکينزي ایران ته خبرداری ورکړی، که د امريکا په برید کې د وژل شوي جنرال قاسم سليماني د کليزې پر مهال يې د هغه د غچ په موخه پر امريکايي اهدافو برید وکړ، له سخت غبرګون سره به مخ شي.
جنرال ميکېنزي ويلي، دوی چمتو دي، چې د امريکا او متحدينو ګټې خوندي کړي او که د ایران له لوري پر امريکايي اهدافو يا متحدينو يې برید وشي، دوی به سخت غبرګون وښيي.
د روان ۲۰۲۰ کال د جنوري په درېيمه نېټه د ایران د سپاه پاسداران ځواک د بهرنيو جنګياليو د القدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا بې پيلوټه الوتکې په برید وژل شوی و.

د قاسم سليماني له وژلو وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې او ایران د عراق په شمال کې پر څلورو امريکايي اډو توغنديز بریدونه وکړل، خو په دغو بریدونو امريکايي عسکرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه و ويل شوي.
د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان د قاسم سليماني د وژنې له کليزې مخکې يو ځل بيا اندېښنه ښکاره کړې، چې ښايي ایران د هغه د غچ اخيستو لپاره پر امريکايي اهدافو برید وکړي.
د سنټکام ځواکونو قومندان څه موده مخکې عراق او سوريې ته تللی و او په دواړو هېوادونو کې يې د امريکايي ځواکونو له قومندانانو سره ليدلي وو.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره شپه د بغداد زرغونې ډيپلوماټيکې سيمې کې د امريکا سفارت ته څېرمه توغندي لګلېدلي وو.

د برتانيې رویټرز خبري اژانس د عراق امنيتي سرچينو په حواله ويلي، چې د دغو توغنديزو بریدونو موخه په زرغونې ډيپلوماټيکې سيمه کې د امريکا سفارت و.
د رویټرز په وينا درې توغندي د سفارت شاوخوا ولګېدل او د امريکايي سفارت امنيتي مسؤولينو د خطر زنګونه هم ووهل.
د بغداد ډيپلوماټيکې سيمې يوه مسؤول رسنيو ته ويلي، چې د امريکا سفارت کې توغندیز ضد نظام د نصبېدو له امله د توغندیو مخه بل لور ته اوښتې ده.
امريکايي چارواکو ويلي، بغداد کې د دوی پر سفارت د برید تر شا د هغو ملېشو لاس دی، چې ایران يې ملاتړ کوي، خو تر اوسه د ایران ملاتړ لرونکو ملېشو د دې برید مسؤوليت نه دی منلی.
په تېر اکتوبر کې ځينو ایران پلوو ملېشو ويلي و، که امريکا له عراقه د خپلو پوځيانو تدريجي ویستل پيل کړي، نو دوی به پرې بریدونه ودروي، خو عراقي چارواکي وايي، د تېر نومبر په ۱۸مه ایران پلوو ملېشو د امريکا پر سفارت توغندي شاټ کړي وو.
واشنګټن عراقي حکومت ته خبرداری ورکړی و، که د ایران پلوو ملېشو مخنيوي لپاره جدي ګام پورته نه کړي، دوی به په عراق کې خپل سفارت وتړي.
ايا د ایران له لوري پر امريکايي اهدافو د برید شونتيا شته؟
عراق او سوريې ته د جنرال ميکېنزي سربېره تېره اونۍ د امريکا لوی درستيز جنرال مارک ميلي هم اسرائيلو، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته سفر کړی و او د دغه سفر جزئيات هم له رسنيو سره نه و شريک شوي.
ځينې امريکايي کارپوهان او رسنۍ وايي، سيمې ته د لوړپوړو امريکايي چارواکو سفر د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن لا هم د ایران له لوري د احتمالي برید په اړه اندېښنه لري.
د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان ويلي، دی هره ورځ په سيمه کې له خپلو جنرالانو سره په اړيکه کې وي او د هر ډول ګواښ لپاره د تيارسۍ په حال کې دي.
وایی، د خره غوښی لیوانو ته حلالی دی ، د ایران اوسنی اخوندی اسلامی جمهوریت په ظلم او وحشت کی که تر امریکایی یا اروپایی دجالی حکومتو زیات نه وی کم هم نه دی. امریکا یی، اروپایی او د نړی نور هغه او دغه کفری حکومتونه که د مظنلوم بشرت وینی تویوی استثمار او غلاموی یی ، کافر دی حق پټونکی دی باید همداسی وکړی حق پټونکی دی د ایران تش په نامه اسلامی حکومت ( جمهوریت اسلامی ایران ) یا ( کفر اسلامی ایران ) سره د پوهی د اسلام او مسلمانانو ضد کړنی تر سره کوی ، حتی… نور لوستل »