دیني، سیرت او تاریخ

د فتنو په زمانه کې د اعمالو ثواب

م محمدرضاء رحماني

د فتنو او مشکلاتو په زمانه کې اجر او ثواب هم زیاتیږي ، هغه په دې معنی سره کله چې یو سړی امربالمعروف کوي او پخپله هم عمل پرې کوي ، او كه نهي عن المنکر کوي او پخپله هم ځان ترې ساتي.

لکه څرنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث مبارک دی!
مفهوم الحدیث: ستاسې (صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم ) څخه وروسته به د صبر ورځې راځي ، هر هغه څوک چې په دې ورځو کې صبر وکړي؛ په خپل دین باندې ثابت قدم پاتې شي؛ ده ته به داسې تکلیف وي لکه په لاس کې یې چې د اور سکروټې نېولي وي.

په دې ورځو كې په دین باندې عمل کونکي ته به الله تعالی ددې زمانې د پنځوس کسانو اجر و ثواب ورکوي ، هغه چې ددې زمانې څخه په نورو ورځو کې ددې زمانې په څېر عمل وکړي.

صحابه کرامو وپوښتل: ددې زمانې د پنځوس کسانو اجر به ورکول کيږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هـو ستاسو د پنځوس عمل کونکو په څېر ثواب به ورکول کیږي.
( مشکواة ، باب الامر بالمعروف صفحه ۴۳۷)

بل حدیث مبارک کې راځي
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي
مفهوم د حدیث داسې دی چې ، د قتل فساد او بلواګانو په زمانه کې عبادت کول زما طرف ته د هجرت کولو سره برابر دی ،
( مشکواة ، باب الامر بالمعروف صفحه ۴۳۷)

همدارنګه بیهقي په دلائل نبوت کې دا حدیث شریف روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ، مفهوم الحدیث ،
بېشکه ددې أمت په اخر کې به داسې خلک وي چې دوی ته به هغه ثواب ورکول کیږي کوم ثواب چې ددې أمت لومړنیو ته ورکړل شوی و، دوی به امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي او له فتنه ګرو سره به قتال کوي.
( مشکواة؛ باب ثواب هذه الامة صفحه ۴۸۴)

اللهم صل وسلم علی سیدنا و مولانا محمد وآله و عترته بعدد کل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx