ټولنیزه برخه

د ښې او صالحې ښځې صفات

عبدالمالک همت

دا وړه ليکنه زما درنو خوندو ته ډالۍ کوم.
پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: «الدُّنْيَا مَتَاعٌ، وَخَيْرُ مَتَاعِ الدُّنْيَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ» صحيح مسلم، 64 – (1467) شمېره حديث.

ژباړه: دا دنيا د ګټي اخيستني ځای دی او د دنيا له هغو موجوداتو څخه چي ډېر ښه ګټور دي ښه او نېکه ښځه ده.

زموږ په ښځو کي بېخي ډېري د ښو اخلاقو او احساساتو درلودونکي، پر اسلاميت او افغانيت ټينګي، هيواد پالي، د خپلو بې وزلو خلکو په غم غمجني دي او زياتره يې خدمت ته وردانګي. خو له بده مرغه زموږ په هيواد کي لکه څنګه چي ښايي هغسي د ښځو په اړه د اسلام د سپېڅلي دين مبادي او اساسات نه دي توضيح سوي . ما دلته کوښښ کړی دی چي له يوې عربي مقالې څخه په ګټه اخيستنه په لنډو ټکو کي ځيني هغه عمده صفات چي دغسي ښو ښځو ته اړين دي په روانه او عام فهمه ژبه وليکم، چي دغسي ښې ښځي خپل ځانونه په هغو هم سمبال کړي، څو له يوې خوا د خپلو خلکو له نيوکو څخه ژغورلي وي او پر هغه دنيا يې د جنت ښې او ښادۍ په برخه سي.

نېکه او بي بي ښځه له نورو ښځو څخه د يو لړ صفتونو په درلودلو بېلېږي او پېژندل کېږي. له دغو څخه يو شمېر يې ښه خويونه، غوره اخلاق، د قرآن او نبوي سنتو، د ټولني د اخلاقو او غوره دودونو سره د هغې د کړو وړو برابرېده دي. د دې اوصافو ځيني په دې ډول دي:

د لوی څښتن سبحانه پر کړنلار او شريعت ټينګ اوسېدل:

د الله جل جلاله پر شريعت ځان برابرول په دې دنيا او آخرت کي د بري او سرلوړۍ يوازنۍ لاره ده، هر څوک نارينه وي که ښځينه چي د شريعت په صحيحو احکامو پوه سي حتماً لبيک ورته وايي، ټينګ پر درېږي، د لوی څښتن په قضا او پرېکړو کړنه کوي او د هغه سبحانه د ټولو امرونو اطاعت کوي او له هغو چارو چي الله منع کړي دي ډډه کوي.

د شريعت په لارښوونو او احکامو باندي د ښه پوهېدو ډېره آسانه لار داده چي د پوهنتونونو د شرعياتو د پوهنځيو او د ديني مدرسو د ښځينه استاذانو او زده کوونکو اويا نورو عالمو ښځو سره دايمي ملګرتيا او اړېکي ټينګي کړئ. که تاسي دا کار وکړئ، له هغو څخه به د اسلامي احکامو، مسايلو، اخلاقو، آدابو او فرهنګ او ثقافت ډېر څه زده کړئ، د مطالعې لپاره به کتابونه ځني ترلاسه کړئ او ان شاء الله نوري ډېري ښېګڼي به ځني خپلي کړئ.

د ژبي له آفاتو څخه ځان ساتل :

ښه، نېکمرغه او د کور، کورنۍ، خپلوانو او اسلام، هيواد او خلکو خادمه ښځه تل بايد په دې فکر کي وي چي د خلکو له بد ويلو څخه خپله ژبه وساتي، چاته بدي خبري او ښکنځل هيڅ ونه کړي، پر خپله مسلمانه خور او مسلمان ورور بې بنسټه ناروا تورونه ونه تړي او له غيبت او چغلۍ څخه په کلکه ډډه وکړي.

پاک لمني او پاک نفسي:

بي بي، صالحه او عفيفه ښځه تل بايد خپل ځان له حرامو او ګناهونو څخه پاکه او سپېڅلې وساتي او د دې لپاره چي خدای مه کړه له بد نامه څخه ساتلې او د ناروغو اشخاصو له بدو تمو څخه خوندي وي، بايد له هر ډول شبهه ناکو خبرو او ځايونو څخه ليري واوسي.

شرعي حجاب په ټينګه مراعتول:

د ښې او پاک لمني ښځي له ډېرو مهمو او غورو صفاتو څخه دادي چي په کلکه پر خپل حجاب باندي د شريعت د ضوابطواو احکامو سره سمه ټينګه او ملتزمه اوسي. کالي او حجاب يې پراخه وي د بدن مفاتن (د ښځي د بدن ښکلي ځايونه چي نارينه په فتنه کي اچوي) يې ښه په پټ سوي وي او نازک او شفاف نه وي يا داسي کالي يا حجاب نه وي چي ښځه په مشهوره کېږي.

د مېړه اطاعت:

ښه ښځه پر هغې باندي د مېړه په حقونو پوه وي، په ښو کارونو کي يې اطاعت کوي، خبري يې مني او د امرونو مخالفت يې هيڅ نه کوي، څه واجبات چي مېړه پر لري تر سره کوي يې او کله کله نصيحت هم ورته کوي او ښو کارونو ته يې هڅوي.

د پټو خبرو او رازونو ساتل:

د صالحي او پوهي ښځي له صفتونو څخه دا هم دي چي د خپل کور او کورني او ازدواجي ژوندانه د اسرارو خبري هيچا ته نه کوي.

د بې ځايه، چټي خبرو نه کول:

ښه او پوهه ښځه پوهېږي چي ډېري خبري کول انسان په ښويېدو، تېروتو او خطاوو کي اچوي، ځکه نو هغه تل کوښښ کوي چي خپلي ښېګڼي ډېري کړي او له فالتو او ناوړو خبرو کولو څخه ډډه وکړي. تاسي به ليدلي وي چي صالحه ښځه پټ خولې وي او که څه خبري کوي، نو ګټوري او ښې خبري کوي.

د ښو ښځو د ملګرتيا او ناستی ولاړي خوښول:

صالحه او عالمه ښځه درکوي چي د بدو ملګرو سره اوسېده او ناسته پاسته څومره خطرناکه ده. ځکه نو هغه له مسلمانو او صالحو ښځو څخه ځان ته ملګري غوره کوي، کومي چي له هغو څخه بې له رښتينی نصيحت، ښو او ښکلو ويناوو او اسلامي او افغاني ميني او محبت څخه پرته بل څه نه ويني.

پر ستونزو باندي صبر کول:

ښه ښځه د زغم، صبر او حوصلې څښتنه وي، که کله څه بدي ورځي يا پېښي پر ورسي په صبر او حوصله يې تېروي او ګيلې او شکايتونه هيڅ نه کوي.

د اولادونو ښه روزنه :
ښه او پوهه ښځه خپله دنده ګڼي چي خپل اولادونه ښه وروزي، په خپل دين، اخلاقو او آدابو يې ښه پوه کړي، ښه او پاک يې وساتي، په ډېر شفقت او مهرباني چلند ور سره ولري. او داسي يې لوی کړي چي راتلونکی ژوند يې په سکون، ډاډ او بشپړ اشمينان وپسولل سي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x