نظــر

د انټرسیپټ د مستند راپور لنډیز: د سي آی اې د مرګ ډلو د وحشت کیسې

ژباړه او لنډیز: غ. عاطف

د انټرسیپټ انلاین رسنۍ د دسمبر په اتلسمه په افغانستان کې د سي آی اې د افغان ملېشو په اړه یو جالب مستند تحقیقي راپور خپور کړی دی. راپور تر ډېره د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د عمرخېلو کلي پر یوه مدرسه باندې په هغه چاپه راڅرخي چې د ۲۰۱۸ز کال په دسمبر میاشت کې ۰۱ قطعې پرې وهلې وه او د مدرسې دوولس کم عمره زده کوونکي پکې شهیدان شول.

دا راپور د میدان وردګ ولایت له ۵۰ زیاتو اوسېدونکو سره د شویو مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی. په دې کسانو کې شل یې له چاپو ژوندي پاتې شوي کسان دي او ۲۹ نور یې د قربانیانو خپلوان یا ځايي اوسېدونکي دي.

راپور پر مدرسه باندې د چاپې له اولو شېبو پیلیږي.

لیکوال، انډریو کویلټي، لیکي چې په هغه شپه لومړی په اسمان کې ډرون الوتکې راښکاره شوې، وروسته د ټیټ پرواز د یوې سترې الوتکې غرهاری شو. لږ وروسته په پښتو او انګلیسي غږېدونکي په پوځي وردیو کې ملبوس کسان په کوڅو کې خپاره شول او د مدرسې خوا ته روان شول – چیرې چې له نهو بیا د ۱۸ کلونو ترمنځ عمر لرونکي تر شل زیات ماشومان ویده وو.

د مدرسې یوه ګاونډي کوڅې ته له راخلاص کړکینه لومړی یوه لمبه ولیده او وروسته غټه چاودنه وشوه. عسکرو د مدرسې دروازه په بمونو والوزوله او ورننوتل. په شور او زوږ سره دوولس-کلن بلال، چې په خونه کې تقریبًا نهه نور هلکان ورسره وو، راويښ شو. یو افغان عسکر ورننوت، او په پښتو کې یې چیغه کړه: ”پورته شئ“. د خپل توپک میل یې هر ماشوم ته یو په بل پسې سیده کاوه. یو بل عسکر راننوت او په خونه کې دوه تر نورو اوچت هلکان یې انتخاب کړل او له ځان سره یې وایستل. اولني سرتیري هم شا واړوله چې ووځي، خو تر وتلو مخکې یې نورو هلکانو ته ګواښ وکړ: ”که بیا مو په دې مدرسه کې پیدا کړاست، یو به هم ژوندی پرېنږدو“.

ځینو هلکانو ژړل او ځینو نورو خبرې نشوای کولای. ځینو هلکانو مرګ ته د تیاري لپاره د شهادت کلمې ویلې. په همدې وخت کې د ډزو غږونه تر غوږ شول. بلال وايي چې وروسته دوې غټې چاودنې وشوې، ”یوې ټوله ودانۍ وښوروله. له دې وروسته مو هیڅ وانه ورېدل. ټول غلي وو“.

څو ساعته وروسته چې لمر راوخوت، بلال او نور ماشومان لا غلي په دوو تلو ناست وو، ځینې لا هم له ډاره لرړزېدل. څنګ ته د مدرسې په دوو خونو او زیرخانه کې دوولس نور هلکان په مرمیو-سوري بدنونه پر غولي پراته وو.

انټرسیپټ وايي، دا دوولس وژل شوي ماشومان د لسګونو هغو ولسي وګړو له ډلې وو چې په میدان وردګ ولایت کې په لږترلږه لسو چاپو کې، چې مخکې نه وې مستندې شوې، وژل شوي دي.

د ترهې اچونې د کمپاین پیل:

د ۲۰۱۸ز کال په دسمبر میاشت کې افغان عسکرو چې د ۰۱ په نوم د سي آی اې لخوا د یوې روزل شوې افغان قطعې اړوند وو د امریکا له ځانګړو ځواکونو او هوايي قوې سره په ملتیا د ملکي وګړو پر ضد د ترهې کمپاین پیل کړ.

انټرسیپټ په لسو مستند شویو چاپو کې د لږترلږه ۵۱ ولسي وګړو د وژل کېدو خبره کوي. په زیاتره مواردو کې حتی اته کلن ماشومان هم قتل کړل شوي وو. د میدان وردګ ولایت د نرخ، چک، سید آباد او دایمیرداد ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په دې موده کې دوی په چاپو کې قتل عامونه، وژنې، معلولیتونه، اختطاف، پر طبي مرکزونو او د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه لیدلي دي.

د دې سیمو اوسېدونکي وايي چې د چاپو قربانیان به ډېر کم وخت طالبان وو، خو بیا هم نه افغان او نه هم امریکايي حکومت، نه له دې قطعې او نه د هغوی له امریکايي بادارانو سره حساب کړی دی.

راپور لیکي، د سي آی اې دا عملیاتي قطعې په ضربتي ځواکونو مشهورې دي، چې یوازې تش په نوم د ملي امنیت ریاست تر تشکیل لاندې بلل کیږي. د ۰۱ په نوم قطعه یې د وردګو او لوګر په شمول د هېواد په مرکزي ولایتونو کې عملیات کوي؛ ۰۲، چې مرکز یې په جلال آباد کې دی، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې کار کوي؛ ۰۳، چې د کندهار ضربتي ځواک هم بلل کیږي، په سویل کې فعالیت کوي؛ او ۰۴ قطعه په کونړ او ورڅېرمه ولایتونو کې عملیات کوي. په سویل ختیځ کې دوې نورې قطعې د خوست محافظ ځواک (کمپاین) او شاهین ځواکونه فعالې دي. شاهین ځواک په ۲۰۱۹ز کال کې په پکتیکا کې راپورته شو او فکر کیږي چې عینًا د دې نورو په رقم تر یوه امر لاندې چلیږي.

د دې قطعو امریکايي سلاکاران د اصل نومونو پرځای ځانونو ته مستعار یا د شبکو نومونه ږدي. دوی د افغان قطعو د  غړو د روزنې ترڅنګ هغوی ته اهداف په نښه کوي؛ تر چاپې مخکې معلومات او لارښوونې ورکوي؛ او د چاپو پر مهال له دې عسکرو سره مل وي. افغان او امریکايي عسکر په شپه کې په امریکايي چورلکو کې سیمو ته رسول کیږي، او د چاپې پر مهال یې پر سر جنګي الوتکې ګرځي.

راپور لیکي چې په میدان وردګ کې د ۰۱ قطعې د ځینو عملیاتو هدف ملکي کورونه وو، خو پر جوماتونو او مدرسو باندې چاپې یې عامې وې. انټرسیپټ پر مدرسو باندې څلور جلا جلا چاپې مستندې کړې، چې ۳۳ زده کوونکي پکې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي د میدان وردګ په چاپو کې د ۰۱ لخوا د وژل شویو کسانو په منځ کې د هلکانو شتون ښيي چې دا قطعه نه یوازې موجود دښمنان له منځه وړل غواړي، بلکې هغه کسان هم تر تیغ تېروي چې په راتلونکې کې دښمنان ترې جوړېدای شي. د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې یوې مشرې، پاټریشیا ګوسمن، چې له ۱۹۹۰ز راهیسې یې په افغانستان کې هم کار کړی، وايي ۰۱ قطعه د مدرسو زده کوونکي ښايي ځکه په نښه کوي چې پوهیږي طالبان له مدرسو کسان جلبوي، همدې ته په کتلو د مدرسو زده کوونکي مجرمین ورته ښکاري. انټرسیپټ لیکي چې له ۲۰۱۹ز کال راهیسې ځینو وردګو کورنیو خپل ماشومان مدرسو ته له لېږلو بند کړي او ځینو نورو یې حتی خپلې سیمې پرېښې دي.

د سي آی اې تر بشپړ واک لاندې:

د ۲۰۱۹ز کال په مني کې، انټرسیپټ د عمرخېلو د مدرسې د چاپې موندنې د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره شریکې کړې. محب وویل، ”دا مې رښتیا هم دردوي چې [د دې پېښو خبر] واورم. له بده مرغه دا پيښې زما تر میزه نه دي رارسېدلي. هیچا یې راپور نه دی ورکړی“.

نوموړي د وضاحت لپاره وویل، ”لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، ۰۱ قطعه هغه قطعه ده چې له سي آی اې سره په ګډه عملیات کوي“.

محب انټرسیپټ ته وویل، ”چې په زغرده یې ووایم، زه پوره خبر نه یم چې دوی څنګه کار کوي. موږ په دې اړه د وضاحت غوښتنه کړې چې دا عملیات څنګه پيښیږي، څوک پکې ښکېل دي، تشکیلات یې څه دي. څه وخت جوړ شول او ولې د افغانانو په کنټرول کې نه دي؟“

محب هغه وخت انټرسیپټ ته ویلي و چې د دې پوښتنو د ځواب لپاره یوه راپور ته انتظار دی، خو لا معلومه نه ده چې هغه راپور ورته رسېدلی که نه. په سپټمبر کې د نوموړي ویاند The Intercept ته وویل، ”د دې خبر درکولو له امله بخښنه غواړم چې ما سره [اوس لا هم] ستاسې لپاره څه نشته“.

تېر کال په یوه بله مرکه کې ښاغلي محب انټرسیپټ ته ویلي و چې دا قطعې د طالبانو د ماتولو لپاره د حکومت هڅې له کمزورۍ سره مخ کوي. هغه زیاته کړې وه، ”څنګه چې موږ د ترهګرۍ پر ضد عملیات کوو زه شخصًا له دې سره مخالفت کوم. فکر کوم له ګیلو سره زموږ د تعامل طریقه بدلون ته اړتیا لري، او موږ اړ یو چې په دې غور وکړو چې خلک ولې جنګیږي او څنګه هغوی له جګړې بل څه ته هڅولای شو“.

د امریکا د ملي امنیت نورو چارواکو یا په دې اړه له څه ویلو انکار کړی او یا یې هم غوښتنو ته پام نه دی کړی. سي آی اې د چاپو پر یوه تفصیلي لیست او یا اړوندو پوښتنو باندې له تبصرې نټه کړې ده. د ملي امنیت ریاست او په افغانستان کې د امریکايي پوځ ماموریت بیا له یوې مخې په دې موضوع له خبرو انکار کړی دی.

د چاپو کثرت: د ټرمپ د سټراټيژۍ برخه

راپور وايي، د ۰۱ قطعې لخوا کېدونکی تاوتریخوالی د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د جنګي جرایمو له طبیعي بلل کېدو سره همغږی و. په ۲۰۱۹ز کال کې ټرمپ د افغانانو وژونکو عسکرو ته بخښنه وکړه، پر امریکايي پوځ د ځمکنیو ماینونو د نه استعمال لګېدلی بندیز یې لیرې کړ او همداراز یې پر نړیواله جنايي محکمه هم بندیزونه ولګول ځکه دې محکمې غوښتل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ترسره شویو جنګي جرایمو په تړاو تحقیقات وکړي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل لږ وروسته ټرمپ د خپل ملي امنیت سلاکارانو او د هغه وخت دفاع وزیر جیمز مټیس ته امر وکړ چې په ټاکنو کې له افغانستانه د راوتلو د ژمنې پوره کولو لپاره دې نوې سټراټيژي جوړه کړي.

له افغانستانه د وتلو لپاره د ټرمپ پلان د ځانګړو سرتېرو پر یوه کم شمېر تکیه کوله څو په خشنو تکتیکونو سره طالبان له کمزوري دریځه د مذاکراتو مېز ته په راتلو مجبور کړي. د ټرمپ ادارې د امریکايي پوځ هغه اوامر او پالیسۍ نرمې کړې چې له ۲۰۰۷ز کال راپدېخوا د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره غوره شوې وې. همداراز یې د جنګي قوماندانانو صلاحیت ورزیات کړ او افغانستان ته یې درې زره نور سرتیري ولېږل.

د ۲۰۱۷ز په اکتوبر کې، مایک پامپیو، چې هغه وخت د سي آی اې مشر و، وویل چې سي آی اې باید ”تعرضي، بدطینته، نه بخښونکې او نه ستړې کېدونکې وي“. پامپیو ونه ویل چې دا نوی دریځ به چیرې او له چا سره پیل کیږي. لږ وروسته راپورونه خپاره شول چې سي آی اې په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي او د افغانستان له ملي امنیت ریاست او امریکايي ځانګړو ځواکونو سره یې د هغو اهدافو ښکار پیل کړی چې مخکې یې تر خپل حیثیت کم بلل.

د ټرمپ د پالیسۍ ډيپلوماټیک اړخ د هغه تر ولسمشرۍ یو کال وروسته هغه وخت راښکاره شو چې امریکا افغان حکومت څنډې ته کړ او په دوحه کې یې له طالبانو سره مذاکرات پیل کړل. د ۲۰۱۹ز په سپټمبر میاشت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړې ته رسېدلي دي. خو ټرمپ د سپټمبر په ۹مه ناڅاپه د یوه امریکايي سرتیري تر وژل کېدو وروسته خبرې ودرولې. د دوحې خبرې د ۲۰۱۹ز په ډسمبر کې بېرته پیل شوې. او د ۲۰۲۰ز د فبروري په ۲۹تمه، د یوې اوونۍ تر بریالي اوربند وروسته، طالبانو او امریکا تړون لاسلیک کړ، ټول لوري  هیله لري چې دا تړون به د افغانستان جګړه ختمه کړي.

د دوحې تر تړون وروسته د CIA د قطعو په ځمکه ننوتل:

انټرسیپټ وايي چې دوی په میدان وردګ کې د تاوتریخوالي زیاتوالی عینًا د طالبانو او امریکا د خبرو د لومړي پړاو د پیل او د روان کال د لومړیو ورځو ترمنځ مستند کړی دی. د ۰۱ د شپینو چاپو او په نتیجه کې یې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر تېر ژمی په ډراماتیک انداز راټیټ شو او په روان پسرلي کې تقریبًا مکمل ودرېد.

د سي آی اې او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دواړو ویندویانو له دې ویلو انکار کړی چې آیا د چاپو د ختمېدو او د دوحې د تړون ترمنځ څه اړیکه شته که نه.

انټرسیپټ لیکي چې د دوحې د تړون تر لاسلیک وروسته دا ضربتي قطعې پخپله سره ورکې شوې. یوې امنیتي شنونکې The Intercept ته ویلي که په می میاشت کې یو ځل عملیات نه وای شوې، دې به ګومان کړی و چې ”[دا قطعې] ټولې ځمکې تېرې کړې دي“.

د سي آی اې د مامورانو، او د هغو قطعو چې دوی یې سلاکاري کوي، راتلونکی له طالبانو سره د امریکا د هوکړې یوه مهمه برخه ده، خو د دې په اړه تراوسه په عام محضر کې کوم جزیات نه دي ورکړل شوي. راپورونه وايي چې طالبانو په افغانستان کې د سي آی اې د حضور د کمېدو غوښتنه کړې ده، خو دا معلومه نه ده چې آیا دا موضوع له امریکا سره د هوکړې په محرمو ضمایمو کې، چې یوازې د طالبانو او امریکايي حکومت لوړپوړو چارواکو او د کانګرس څو غړو کتلي، شته او که نه. د ټرمپ د ادارې ځینو چارواکو غوښتل چې د پوځ له وتلو سره په افغانستان کې د CIA حضور زیات کړي – هغه څه چې طالبانو یې تل مخالفت کړی دی.

د Watson Institute for International and Public Affairs په نوم بنسټ د ۲۰۱۹ز کال په خپل یوه راپور کې ویلي چې د عامو امریکايي سرتېرو په وتلو سره به بیا هم سي آی اې د خپلو افغان قطعو عملیاتي توان په خپل لاس کې برقرار وساتي. راپور لیکي که دې قطعو ته د سي آی اې لخوا ورکول کېدونکي ستر معاشونه بند شي، ”دوی کېدای شي د خصوصي پوځونو په بڼه کې راڅرګند شي چې د ځواکمنو اشخاصو په خدمت کې به وي“.

د راپور لیکوال وايي که څه هم په ۲۰۱۴ز کال کې د امریکا او کابل حکومت ترمنځ لاسلیک شوی امنیتي تړون وايي، ”د افغان حکومت له تایید پرته په افغانستان کې د امریکا د خپلواکو عملیاتو لپاره هیڅ کوم میکانیزم نشته“؛ بیا هم دا قطعې د کابل حکومت له کنټروله بهر کار کوي. د U.S. Code پنځوسم عنوان وايي، ”له هېواده بهر په هغه صورت کې چې د امریکايي حکومت رول پټ پاتې کیږي او په عام محضر نه راښکاره کیږي، امریکايي حکومت پر سیاسي، اقتصادي یا پوځي شرایطو باندې د نفوذ پیدا کولو لپاره د پټو فعالیتونو اجازه لري“. یوازې د امریکا ولسمشر په دې پټو فعالیتونو واک لري.

ګوسمن انټرسیپټ ته ویلي، ”هر امریکایی چې د دې قطعو قومانداني کوي او یا ورسره مل وي، تر دې پنځوسمې مادې لاندې راځي“.

که څه هم د دې قطعو تشکیل جوړېدل په عامه نه دي اعلان شوي، خو ښايي ۰۱ او ۰۲ د هغو ”شریکو خدماتو د شبکې“ له ډلې دي کومو ته چې پامپیو د ۲۰۱۷ز په اکتوبر کې اشاره کړې وه او ویلي یې و چې دا ډلې ”موږ سره د معلوماتو شریکولو، موږ سره یوځای د عملیاتو کولو او زموږ لومړیتوبونو ته په رسېدو کې مرستې ته لېواله دي“.

تېر کال سي آی اې د HRW هغه راپور ته چې د دې قطعو لخوا سرغړونې یې مستندې کړې وې په غبرګون کې ویلي و، چې ”د افغان ځواکونو پر ضد شوې، که ټولې نه وي نو ګڼې، ادعاګانې احتمالًا یا غلطي دي او یا هم مبالغه پکې شوې ده.“

د دې قطعو د عملیاتو درېدو ادعاوې:

په تېر مني کې، د دې ضربتي قطعو لخوا په ختیځ کې د ۱۴ ملکي وګړو تر وژل کېدو وروسته ولسمشر اشرف غني له سخت فشار سره مخ شو. د هغه وخت د ملي امنیت رییس، معصوم ستانکزي، استعفا وکړه او غني په یوه ټویټ کې وویل چې دا وروستۍ چاپه ”په مخکینیو ډاډونو او په لارښوونو کې په بدلون برسېره“ بیا هم وهل شوې ده. نوموړي زیاته کړې وه، لويې څارنوالۍ ته یې امر کړی چې دا پېښه سمدستي وڅېړي او له مرتکبینو سره یې حساب وکړي. د لویې څارنوالۍ یوه ویاند په سږني اوړي کې وویل، ”زموږ راپور بشپړ دی او ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږل شوی دی“. ویاند ویلي و چې راپور ”له ملي امنیت څخه نور تحقیق ته لا اړتیا لري“. دا راپور تراوسه عام محضر ته نه دی راوتلی، او د ارګ یوه ویاند په دې اړه د انټرسیپټ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلي.

د ۲۰۱۹ز په سپتمبر کې، محب انټرسيپټ ته وویل، ”تر هغه وخته چې حکومت د دې تل ته رسیږي، په ننګرهار کې [۰۲] درېدلې او له نورو عملیاتو ترسره کولو منع شوې ده“. د ۰۲ قطعې یوه برحال غړي انټرسیپټ ته ویلي دئ پوهیږي چې قطعه به یې ”قانونمنه“ شي، خو یوه بل غړي وویل چې د قطعې عملیاتي میزان نه درېدلی او نه هم کرار شوی دی.

معصوم ستانکزی تر استعفا وروسته، د کابل د مذاکراتي ټیم رییس وټاکل شو. نوموړي مخکې انټرسیپټ ته له مرکې ورکولو سره هوکړه کړې وه، خو کله چې د ۰۱ یادونه وشوه تر هغه وروسته یې ویاند د انټرسيپټ زنګونو ته ځواب ورکول ودرول. د ملي امنیت د نورو ویندویانو هم همدا کیسه وه. د کورنیو او دفاع وزارتونو وزیرانو او د هغوی مرستیالانو یا له مرکې ورکولو ډډه وکړه او یا یې هم غوښتنې نظراندازه کړې دي.

له کابله خپرېدونکې افغانستان ټایمز ورځپاڼې په تېره سپتمبر میاشت کې خبر ورکړی و چې د وردګو قومي مشرانو له اشرف غني سره په لیدنه کې د چاپو د بندېدو او د ملکي تلفاتو د کمېدو لپاره د نویو تدابیرو غوښتنه کړې وه. د مطلب له مخې، اشرف غني سر ورته وښوراوه.

د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب، انټرسيپټ ته وویل دا چې میدان وردګ ولایت ”له ترهګرو ډک دی، نو ۰۱ له یوې مخې نشي بندېدای، خو دوی ته د احتیاط او نورو تدابیرو لارښوونه شوې ده.“

له نورو سره د CIA د مرګ ډلو توپیر او څرنګوالی یې:

انټرسیپټ وايي، د ۰۱ او ۰۲ په شان ضربتي قطعې له نورو هغو افغان ځانګړو ځواکونو جدا دي چې د ملي اردو، ملي پولیسو او یا د ملي امنیت ریاست تر قیادت لاندې دي. د جلب طریقه، د کار څرنګوالی، تمرینات، د اطلاعاتو راټولونه، د عملیاتو پلان او عملیات کول یې ټول له نورو بېل دي.

د جذب لپاره د منتخب شویو کسانو د شالید کتل لږترلږه شپږ میاشتې نیسي. د دې قطعو د غړو معاشونه د عامو ځانګړو ځواکونو سرتېرو ته تر ورکول کېدونکي معاش هم څو چنده لوړ دي. ویل کیږي د دې قطعو غړو ته هره میاشت له ۶۰۰ تر ۱۸۰۰ ډالره پورې معاش ورکول کیږي. دا چې د تنخوا ورکړه لاس په لاس کیږي، نو ځکه حتی افغان حکومت هم د عسکرو هویت نه پېژني. (انټرسیپټ ته غږېدلو څو عسکرو ویلي چې عام د اردو عسکر د میاشتې له ۲۱۰ تر ۲۳۵ ډالرو پورې معاش لري او تنخواه یې مستقیمًا په بانک حساب کې جمع کیږي.)

د ضربتي قطعو روزنه اساسًا امریکايي سلاکاران ورکوي، او روزنه یې د نورو ځانګړو افغان قطعو، چې هغه هم د امریکایانو او قراردادیانو لخوا روزل کیږي، تر ټریننګ څو چنده سخته ده. د دې قطعو غړي وايي، که څه هم د اطلاعاتو راټولونې په برخه کې د قطعې ګومارل شوي غړي د هدف په انتخاب کې مرسته کوي، خو اهداف نهایتاً سي آی اې ورته ټاکي.

د دې قطعو د عملیاتو د پلان مشري امریکايي سلاکاران کوي. د ۰۲ قطعې یو غړی وايي چې دا سلاکاران د اهدافو په اړه بشپړ معلومات لري. د ۰۲ قطعې مخکینی غړی وايي، تر عملیاتو وړاندې په کېدونکو معلوماتي غونډو کې سلاکاران د هدف واضح تصویر رسموي او هغوی ته منسوب جرایم بیانوي څو د عسکرو غوسه راوپاروي.

د قطعو ځینو برحاله او مخکینیو غړو ویلي چې امریکايي سلاکاران یې ساړه دي، له خپلو افغان شریکانو سره یوازې په عملیاتي امورو خبرې کوي. د ۰۲ سلاکاران ملکي جامې اغوندي او د جلال آباد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په Dyer کمپ کې دننه د قطعې له بیراکونو کار کوي. د عملیاتو پر مهال له قطعې سره مل امریکایان عمومًا د امریکايي پوځ د ځانګړو ځواکونو زرغون کیموفلاج اغوندي، خو ځینې یې د افغانستان لخوا جوړې شوې وردۍ هم په ځان کوي.

د ۰۲ یو برحاله غړی وايي، نه ولایتي چارواکو او نه هم د سیمې امنیتي ځواکونو ته تر عملیاتو وړاندې خبر ورکول کیږي، ”په حکومت کې خلک سره تړلي دي، امکان شته چې معلومات افشا شي“.

انټرسیپټ لیکي، د ۲۰۱۸ز له پای راهیسې تقریبًا د ۰۱ قطعې ټول پیاده عسکر به هدف ته په امریکايي CH-47 چینوک چورلکو کې وړل-راوړل کېدل. له دوی سره به په وسلو سمبالې بې پیلوټه الوتکې، جیټ الوتکې او جنګي چورلکې مل وې.

له چاپو ژوندي پاتې شوي کسان وايي چې چورلکو به پیاده عسکر هدف ته نږدې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې کښته کړل. د ډزو او چاودنو غږونه به تر څو ساعتونو پورې اورېدل کېدل. کله به د عسکرو غږ تر غوږ کېده او کله به یې د قربانیانو. چورلکې به د سهار د څلورو بجو خوا ته بېرته راغلې، پیاده عسکر به یې پورته کړل. تر لمر ختلو مخکې به کلیوال له کورونو راووتل څو معلومه کړي چې ۰۱ بیا څوک د خپلو تازه قربانیانو په حیث انتخاب کړي دي.

د عملیاتو چلوونکي د سي آی اې افسران وي، او د عملیاتو پر مهال د هوايي قوې د کنټرول په شمول د پیاده ملاتړ دنده د هغو عسکرو وي چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو مشترکې قوماندانۍ ورکړي وي. خو د دې امریکايي عسکرو په اړه معلومات د قطعو له غړو سره نه شریکیږي. کله چې د ۰۲ یوه غړي پوښتنه وکړه چې د دوی سلاکاران د امریکايي حکومت له کومې څانګې یا پوځ سره کار کوي، د امریکایانو ځواب ورته لنډ و: ”موږ د افغان حکومت لپاره کار کوو“.

د ۰۲ قطعې یو برحاله غړي انټرسیپټ ته ویلي، د ضربتي قطعو اطلاعاتي افسرانو ته د سټلایټ نقشو او په ظاهره د بې ضرره ښکارېدونکو کاریالانو تر شا د څار د انځورونو او اطلاعاتو پټوونکي پرمختللي موبایل اپلیکشېنونه ورکړل شوي دي. نوموړي همداراز یادونه کړې چې د ۰۲ ځینې تر ټولو ښې سرچینې هغه طالب قومندانان دي چې فکر کوي د مرستې په صورت کې به حکومت څه ورته ونه وايي.

د ۰۲ یو مخکینی غړی وايي، د عملیاتو پر مهال یو امریکايی سلاکار له هرې د ۷ تر لسو عسکرو باندې مشتملې ډلګۍ سره مل وي؛ له هر سلاکار سره یو افغان ژباړن وي. د ۰۲ برحاله غړی بیا وايي، ”کله چې پیاده شو هر څه چې بهرنیان وايي موږ یې کوو“. دوی زیاتوي، ”د ۰۲ ځواکونه د مخالفت اجازه یا صلاحیت نه لري. [موږ] پرېکړه کوونکي نه یو؛ عملي کوونکي یو.“

د عمر خېلو د چاپې قربانیان:

د ۲۰۱۸ز د دسمبر د ۱۵مې د شنبې په سهار تر لمر راختلو مخکې یو څو درځنه هلکان یو یا دوه دوه سر روان شول څو د عمرخېلو مدرسې ته ولاړ شي، چیرې چې به هغوی پنځه ورځې اوسېدل، درس به یې وایه او د رخصتۍ په ورځ به بېرته کورونو ته راتلل.

جمشید او اسد خان ته دوه میله تګ پکار و – دوی به معمولًا دا مزل په یوه ساعت کې کاوه. دې دواړو وروڼو له څلورو کلونو راهیسې د عمرخېلو په مدرسه کې درس وایه او لاره ښه ورمعلومه وه. دیارلس-کلن جمشید قاري شوی و. جشمید او لس کلن ورور اسد به یې کله ناکله مازدیګر تر درس وروسته له نورو هلکانو سره تر تیارې پورې کرکټ کاوه.

د دواړو بوټونه زاړه وو او په سريښو سره نښتي وو. له کوره تر وتلو مخکې جمشید او اسد خان له خپل پلاره غوښتي وو چې له کابله نور بوټونه ورته راوړي. پلار یې په کابل کې کار کاوه، له پاکستانه به یې سامان راوړ او په محلي سوداګرو به یې پلوره. پلار وعده ورسره وکړه چې ورته رابه یې وړي.

د نرخ ولسوالۍ له نورو سیمو هم هلکان راورسېدل. ۱۲-کلن مالک عرفان په خپل سایکل له توکړکه راغلی؛ ۱۲-کلن صافی له خپل تره زوی جلال سره له پیرداده په یوه ګډه ټکسي کې له خپلې بسترې سره راورسېد؛ دوولس-کلن کامران له سلیمان خوړه په پټیو کې تر یو ساعت مزل وروسته مدرسې ته ورسېد؛ دوه وروڼه ارمان او رفیع، چې یو یې ۱۲ او بل یې ۹ کلن و، له نږدې کوڅی سیمې ګډ راغلل. تر څو چې د عمرخېلو او نورو سیمو هلکان له خپل استاد مولوي صادق سره یوځای کېدل، اسمان لا تیاره وو.

درې ورځې وروسته، د دسمبر د ۱۸مې سه شبنې په ماښام چې د نږدې ځایونو هلکان او استادان خپلو کورونو ته ولاړل، پاتې ۲۵-۳۰ طالبان پر دسترخوان کچالو، لوبیا او وچې ډوډۍ ته کښېناستل. د ماسختن په لس بجې ټول د مدرسې په خونو او زیرزمیني کې ویده وو.

د ماښام په شپږ بجې د مرتضی په نوم ۲۳-کلن دوکاندار په خپل کور کې و چې د غوماشي په رقم د بې پیلوټه الوتکې بنګهاری یې واورېد. پوه شو چې نن شپه به چاپه وي.

د شپې په ۱۰:۳۰ بجې، محمد غفار، چې کور یې د مدرسې له سړک سره مخامخ و، د څو الوتکو غږونه واورېدل چې پورته تاوېدلې. AC-130 الوتکې ته په کتلو یې فکر وکړ چې عسکر پیاده شوي دي. یو بل اوسېدونکی وايي، الوتکې دومره کښته وي چې د ده د کور کړکۍ یې وښورولې.

غفار زینو ته وخوت او هغه کړکۍ یې خلاصه کړه چې د مدرسې خوا ته سړک ته خلاصه وه. څو دقیقې وروسته د زغره والو موټرونو یو کاروان کلي ته راننوت. عسکر د موټرونو څنګ ته د ده تر کړکۍ لاندې تېر شول. غفار وايي، ”عسکر افغان او امریکایان دواړه سره ګډ وو“.

کاروان وړاندې روان و، سیمه یې وڅارله، وروسته د مدرسې مخې ته راوګرځېدل. لسګونه عسکر په پښو ورروان شول. غفار د یوې سترې چاودنې غږ واورېد او یوه لمبه یې ولیدله. عسکرو د مدرسې دروازه په بمونو الوزولې وه. غفار له کړکۍ لیرې شو او په منډه په زینو کې د کور خوا ته ولاړ.

دا مهال لا د کلي کورونه تیاره وو، خو تقریبًا د عمرخېلو هر کس ویښ و. یوه میوه-خرڅوونکي وویل چې دوې خویندې یې ډارېدلې وي، ”هر چا هڅه کوله چې غلي یې کړي. کله به زما پلار نیولې، کله به زما مور، او کله به ما“.

د کلي نارینه هم اندېښمن وو، ځکه په وردګو کې یې د ۰۱ لخوا د ملکي کورونو په نښه کېدو کیسې اورېدلې وي.

د مدرسې په یوه خونه کې، ۱۲-کلن بلال له اوو نورو هلکانو سره په ډار ناست وو، دوو افغان عسکرو د دوی له منځه دوه تر نورو غټ هلکان ورسره ایستلي وو. دئ وايي، ”په دهلیز کې امریکايان وو، موږ یې خبرې اورېدې.“

مولوي صادق، چې د مدرسې د څلورو استادانو له ډلې یو دی، اووه کاله مخکې د عمرخېلو په مدرسه کې د قرآن کریم تدریس پیل کړ. هغه وخت طالبانو په کلي کې لږ حضور درلود، خو په دوو کلونو کې دننه کلی ټول د دوی په کنټرول کې شو. صادق خپله بېطرفي ساتله او د هیچا پلوی یې ونکړ.

صادق او کورنۍ یې هم په هغه شپه راويښ شول. د ده کور له هغه ځایه لږترلږه نیم میل لیرې و چیرې چې مدرسې ته نږدې کاروان درېدلی و. پلار یې له بلې خونې ورته راغږ کړ: ”دباندې مه وځه، ولي دې“.

صادق وايي، تر لمر راختلو مخکې ټول غږونه چپ شول. د سهار تر لمانځه وروسته د اولې رڼايي له خپرېدو سره سم نوموړی له خپلو وروڼو سره له کوره ووت. چټک روان وو. نور خلک هم راورسېدل ځکه خبره خپره شوې وه چې پر مدرسه باندې چاپه وهل شوې ده.

مولوي صادق وايي، ”کله چې مې دا ځوروونکی وضعیت ولید، ضعف مې وکړ“. صادق چې کله د هغې صحنې په اړه خبرې کولې، مخ یې په لاسونو پټ کړی و او غلي غلي یې ژړل، ”هر کله چې یې تصور وکړم، شکنجه کوي مې“.

د مدرسې پنځوس-کلن ګاونډی عبدالله هم په دې ځای کې و. هغه وايي، ”کله چې موږ لومړی دروازې خلاصې کړې، [ژوندي پاتې شوي] هلکان حتی تلای نه شوای او خبرې یې نه شوای کولای. لاسونه یې لړزېدل او سترګې یې رډې راوتلې وې“.

خلکو هلکان وایستل او کوښښ یې کاوه چې د قتل عام صحنه ورباندې ونه ویني. یوه اته-کلن ژوندي پاتې شوي ماشوم هغې خونې ته چې د خپلو پنځو ملګرو مړه جسدونه پکې پراته وو په کتلو عبدالله ته وویل، ”هغوی به بېرته راشي او موږ به ووژني“.

خپلو کورونو ته د پاتې ژوندیو هلکانو د لېږلو لپاره د موټرانو بندوبست وشو.

د عمر خېلو مدرسه – انځور: انډریو کویلټي

کله چې دوه ۷ او ۸ کلن وروڼه کور ته ورسېدل، مشر ورور زین الله یې پر مخونو د ترهې او ډار اثرات ولیدل. هغه وايي، ”دوی درې ورځې خبرې نه شوای کولای. کله چې یې خبرې پیل کړې، موږ ته یې وویل چې [عسکرو] مشران طالبان وایستل، دېواله ته یې ودرول او زموږ په مخ کې یې ډزې ورباندې وکړې“. دې دوو وروڼو ویل دوی ته عسکرو ځکه څه ونه ویل چې ماشومان وو.

تر زیات رش جوړېدو وړاندې، یو یو جسد له مدرسې دباندې ایستل شوی او وړل شوی و. اسد خان او جمشید، هغه چې پلار یې د بوټونو راوړلو ژمنه ورسره کړې وه، هم د وژل شویو په منځ کې وو.

د دوی پلار، محمود، لا هغه وخت په کابل کې و کله چې یې مور زنګ ورته وواهه. دې ورته ونه ویل چې څه شوي خو ورته ویې ویل چې باید سیده کور ته راشي. له کابله د راوتلو پر مهال، محمود په یوه بازار کې ودرېد او د خپلو ماشومانو لپاره یې دوه جوړه بوټونه ورسره واخیستل. غرمه کور ته راورسېد، کور ته د زامنو د جسدونو د راوړل کېدو یې ډېر وخت نه و وتلی.

نوموړي د خپلو زامنو د جسدونو د لیدو د وخت د حالت په بیان سره وویل، ”خدای پاک دې ټول تباه کړي“. په جنګ کې د شهیدانو لپاره د اسلام له اصولو سره سم، شهیدان له غسل پرته په هغو جامو کې خښ کړل شول په کومو کې چې وژل شوي وو.

په مدرسه کې د دوو وژل شویو وروڼو یوه ورور له امریکایانو د غچ اخیستلو وعده وکړه. هغه انټرسیپټ ته وویل، ”موږ د دوی په هېواد کې نه یو. دوی زموږ په هېواد کې دي او حملې راباندې کوي. زه به زما د وروڼو او ټولو وژل شویو معصومینو غچ واخلم“.

کله چې د هلکانو استاد، مولوي صادق، په مدرسه کې تر ضعف وروسته په هوښ کې راغلی، په کور کې و. دماغي حالت یې دومره خراب و چې پلار د جنازې په لمنځونو او د تدفین په مراسمو کې د ګډون لپاره له کوره وتلو ته پرېنښود.

صادق په دویمه ورځ مدرسې ته ولاړ. وايي، ”هره خوا بوټونه او کتابونه پراته وو. په مدرسه کې، د زیرزمیني په غولي کې او په دېوالونو کې د مرمیو غارونه وو. هره خوا وینه وه“.

کله چې له صادقه پوښتنه وشوه چې آیا دا هلکان خو به جنګیالي نه وو، صادق په ټینګار سره وویل، ”نه، د دې هیڅ سوال نشته. زه د دې هلکانو په کارونو خبر وم. ماشومان وو“.

صادق تر چاپې وروسته بیا تدریس نه دی کړی.

نن سبا د اسد خان او جشمید پلار محمود د ناهیلۍ، ځان مجرم ګڼلو او د غچ په فکرونو کې ډوب دی. په هغه ټول ژمي کې چې د ده زامن پکې ووژل شول، ده بوټونه په پښو نه کړل – ځکه ویې نشوای کولای چې خپلو زامنو ته یې ورکړي. کله چې یې د کور څنګ ته په یوه کانال کې اوبه راغلې، پخپله یې توان نه درلود چې پاک یې کړي. باالآخره اوبه تر دېواله لاندې شوې او راویې نړاوه.

اوس چې محمود هر ځای پولیس یا افغان عسکر وویني، هره وسله چې ورنږدې وي په هغې سره برید ورباندې کوي. څو ځله د دې مشکل له امله وهل شوی هم دی، خو زیاته غوسه یې امریکایانو ته ساتلې ده. هغه وايي، ”که زه غچ واخلم، حداقل په دوی کې دوه یا درې ووژنم، زما په زړه کې بل اور به ختم شي“.

د محمود مېرمن، مالکه، بیا د خپلو زامنو تر مړینې وروسته بل څه کوي. محمود وايي د هرې پنجشنبې په ماښام یې ښځه د خپلو زامنو هغه پګړۍ چې په مدرسه کې به یې پر سر کولې پر بالښتونو وغوړوي او خونې ته ووايي، ”نن مې زامن کور ته راځي“. هر سهار او ماښام هغه بوټونه چې محمود له کابله راوړي پاکوي او خپلو زامنو ته یې ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شالو

حَسْبُنَا الله وَنِعْمَ الْوَكِيل

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx