افغانستان

کندوز: د چهاردرې امنیه قومندان په ګډون ۱۹ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د یوې نښتې پرمهال ددې ولسوالۍ د امنیه قومندان عمرصالح په ګډون د ګڼ شمېر دولتي عسکرو د مړینې خبر ورکوي.

د کندوز ولایت یوې امنیتي سرچینې یک تلویزیون ته ویلي، د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان عمر صالح تیره شپه ددې ولسوالۍ په عربانو سیمه کې طالبانو سره د نښتې پرمهال خپل ژوند بایللی دی.

سرچینې په دغې نښته کې د یو شمېر نورو عسکرو د مرګ او ژوبلې خبر هم ورکړی؛ خو دقیقه شمېره یې نه ده ښودلې.

د برید مسئولیت طالبانو منلی او زیاتوي چې په دغه برید کې یې د دولتي عسکرو دوه پوستې او مرستندویه ځواکونو برید کې د امنیه قومندان او دوو نورو قومندانانو په ګډون ۱۹ دولتي عسکر وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو په هغو دولتي عسکرو او پوستو د بریدونو خبرداری ورکړی، چې په ولسي کورونو او عامه تأسیساتو توپچي بریدونه کوي او ملکي خلک ځوروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx