افغانستانسولې اړوند خبرونه

کوفي: د «جمهوریت د دريځ» تر څرګندېدو وړاندې باید دوهم پړاو مذاکرات پيل نشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ وری، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د اجنډا په اړه تر لومړنیو بحثونو وروسته د لا مشورو په موخه درې اوونۍ وقفه اخیستې او هوکړه يې کړې، چې د نوي کال د لومړۍ میاشتې پر پنځمه به مذاکرات له سره پيلوي؛ د کابل د مذاکراتي ټیم غړې «فوزیه کوفي» وایي، د دوهم دور مذاکراتو په اړه د جمهوریت د دريځ تر معلومېدو وړاندې باید خبرې پیل نشي.

کوفي تېره ورځ په کابل کې یوې ناستې ته د وینا په مهال ویلي، چې مذاکرات باید هغه مهال پيل شي چې د دوهم پړاو خبرو په اړه د جمهوریت دريځ څرګند او واضح شي.

نوموړې ويلي «موږ د خپلو مشورو لړۍ ته دوام ورکوو او باید له یو وضاحت سره د مذاکراتو دوهم پړاو ته ور وګرځو، یعني که د مذاکراتو او د هغو مواردو په اړه چې په اجنډا کې شتون لري؛ د جمهوریت نظر څرګند نشي د مذاکراتو بیا پيل به ګټور نه وي. موږ هم غواړو، مذاکرات په وخت شروع شي؛ خو له وضاحت سره.»

د کوفي پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په هیواد کې د جګړې له دوام سره هم مهاله په مذاکراتو کې وقفې اندېښنې راپورته کړې او بېلابېلو کورنیو او نړیوالو جهتونو هیله څرګنده کړې چې خبرې بیا ځلې پيل او له ټاکلې مودې ونه ځنډول شي.

د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم په مذاکراتو کې ځنډ د ولس د رنځ دوام بولي او په خبره يې، مذاکرات باید بیرته په ټاکلې نېټه پیل شي او ونه ځنډول شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم په ورته اند دی.

د نوموړي په خبره، طالبان او کابل حکومت هر څومره ژر چې شونې وي، باید هوکړې ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

هغه جمهوریت چی بی بی گل په دولتی مجالسو کی د ### تر سنگ کینی او کوفی خپلی ### سم وچلول شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx