روغتیا

امریکا کې هر ۳۳ ثانیې یو کس له کرونا مړ کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په امریکا کې تېره اونۍ په اوسط ډول هره ۳۳مه ثانیه یو کس د کرونا ناروغۍ څخه مړ شوی دی.

د یاد راپور له مخې د دیسمبر په وروستۍ اونۍ کې له ۱۸ زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې دا د تیرې اونۍ په پرتله ۶.۷ سلنه ډیر دي، او په هېوادنۍ کچه نوی ریکارډ دی.

د روغتیایي چارواکو له لوري د دیسمبر په وروستیو کې له خلکو د سفر نه کولو غوښتنې سربېره ۳.۲ ملیونه خلک د جمعې، شنبې او یکشنبې په ورځ د امریکا په هوایي ډګرونو کې معاینه شوي دي.

دغه راز روغتیایي چارواکي اندیښنه لري چې په روخصتیو کې د غونډو زیاتوالي سره ممکن د کرونا پېښې د روغتونونو له ظرفیت څخه زیاتې شي، چې ځینې روغتونونه يې د (مننې مراسمو) وروسته پخوا له ناروغانو ډک شوي دي.

دا په داسې حال کې چې امریکا د دوه نوي واکسینو کارول پېل کړي دي، خو د واکسیناسیون پروسه ممکن د کرونا په مخنیوي کې میاشتې وخت ونیسي.

په امریکایي او اروپایي هېوادونو کې د دیسمبر وروستۍ اونۍ د کریسمس او نوي کال رخصتیانې وي چې خلک نورو هېوادونو ته د سفر سربېره په سیاحتي او نورو ځایونو کې راغونډیږي.

د جان هوپکنز پوهنتون د ارقامو له مخې په امریکا کې تر دې مهاله د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له ۱۸ ملیونو زیاتې پېښې ثبت شوي چې ۳۱۹ زرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx