افغانستان

پکتیکا: په اومنه کې دطالبانو له برید وروسته څلورو تنو اربکیانو خپلې دندې پرېښودې

د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي د زواکې په سیمه کې شپږو تنو اربکیانو خپلې دندې پرېښودې، دوی وروسته له هغه خپلې دندې پرېښودې، چې طالبانو دوه ورځې وړاندې په همدې سیمه کې د اربکیانو په پوسته برید وکړ، او په پایله کې يې شپږ اربکیان مړه او څلور نور لادرکه شول.
په یاد برید کې د عمرکلا د پوستې قومندان صاحب خان د شفا زوی هم وژل شوی دی، چې اوس يې دریو نورو ورڼو له دندې لاس واخیست.
د صاحب خان دریو وروڼو، سیټ، مطیع الله او ضیاء ګل د خپل ورور له مرګه وروسته دندې پرېښودې او پخپل کور کېناستل.
په ورته وخت کې دریو نورو اربکیانو بازید د نیک محمد زوی چې په زواکه کې د اربکیانو د قومندان عید محمد موټر چلوونکی و، خپله دنده پرې اېښې ده او په نامعلوم لوري تښتېدلی دی.

عید محمد د خپلو څلورو تنو عسکرو د دندو پرېښوودل مني او وايي چې د خپل موټر چلوونکي په اړه اندېښمن دی.
په زواکه کې د اربکیانو له وژل کېدو وروسته د کلي خلک شکایت کوي چې اربکیان يې په نیمو شپو د کور په بامو ګرځي او آن کورونو ته ور اوړي او خلک په نیمه شپه کې د تالاشي په پلمه راپورته کوي.
د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اربکیانو شپږ میاشتې کېږي چې دې سیمې ته راغلي دي او تر اوسه پورې معاشونه له دوی نه اخلي او اخلی پخلی هم په کورونو په زور کوي.
یاده دې وي چې په زواکه کې د اربکیانو قومندان خلک په زور اربکيتوب ته اړ کړي دي، له دې کلي نه څلور ملا امامان شړل شوي دي اوپه کلي کې يواځينۍ مدرسه چې تر اته کلنۍ ښکته ماشومانو پکې درس وايه تړل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x