لیکنېنظــر

د مذاکراتو حساس پړاو او ځینې شته خنډونه

نورمدين بلخېل

طالبان اوس په یو ښه سیاسي موقف کې دي او هڅه کوي چې خپل موقف نور هم لوړ کړي، افغان دولت چې د نړیوالو په همکارۍ او معاونت را منځ ته شوی دی، د طالبانو سره ښکېل دی، دا تېر شل کاله جنګ د طالبانو او دغه دولت تر منځ ستره فاصله ده، چې لا هم دغه فاصله شته، افغان دولت ځان د افغانانو استازی دولت بولي کوم چې طالبانو ورته یو لاسپوڅی نظام وایي، طالبان وايي چې شل کاله مخکې د دوی یو منظم حکومت ړنګ شو او پر ځای یې دغه اوسنی دولت د امریکا په توسط را منځ ته شو، طالبان وايي دغه حکومت او ور سره ځینې خواوې باید په داسې شکل لرې شي، تر څو د خلکو وینه توی نه شي او هم په راتلونکې کې یو واقعي اسلامي نظام په کار پیل وکړي، محمد اشرف غني او ځینې نور کسان بیا د طالبانو د دغه تصمیم څخه اندیښنه لري او فکر کوي چې په داسې کولو سره به هغه ټول څه له منځه لاړ شي کوم چې دوی د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو په نوم یادوي.

افغان دولت، د بیان ازادي، د ښځو ازادي، د ځوانانو ازادي او داسې نور د تیرو شلو کالونو ارزښتونه بولي، خو طالبان بیا د دغو هر څه ازادي د اسلامیت او افغانیت په رڼا کې یادوي، طالبان فکر کوي چې اوسنی افغان دولت په اداري او نورو فسادونو کې غرق دی، که چېرته دوی په کې مدغم شي نو د دوی انجام به هم خراب وي، په اوس وخت کې دواړه لوري په خپلو خبرو ولاړ دي، طالبان اسلامي امارت او سپین بیرغ د افغانانو د راتلونکې دولت سیمبولونه یادوي خو افغان دولت بیا اسلامي جمهوریت او تور-سورـزرغون بیرغ خپلې سرې کرښې ګڼي او تل یې ویلي چې هیڅکله به ترې تېر نه شي.

طالبان اوس وخت هڅه کوي چې خپل ځانونه هم په سیاسي او هم په نظامي لحاظ قوي وښیي، په دې توګه مذاکرات او جنګ دواړه یو ځای روان دي خو افغان دولت بیا د اوربند غوښتنه کوي، مګر طالبان تر اوسه دغه غوښتنې ته تیار نه دي، ځکه دوی فکر کوي چې افغان دولت د دوی د حملو په مخنیوي کې ناکام شوی او نور نو دولت خپل ټول باور بایللی دی، کوم چې دوی په همدې اساس خپل ځانونه د افغان ولس په منځ کې باورمند احساسوي، طالبان وایي اوربند ته لا وخت شته باید نور ډېر موارد حل شي، تر څو اوربند ته لاره خلاصه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې په برخه کې ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد چې اصلا افغان او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې مهم ډیپلوماټ او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ وتلی متخصص دی، تل په دې باندې ټینګار کړی چې باید طالبان او افغان دولت د سولې د مذاکراتو په برخه کې زر تر زره یوه سیاسي توافق ته ورسیږي، خلیلزاد ویلي؛ یو تلپاتې اوربند او سولې لپاره د افغانانو خپل منځي هوکړې ته ضرورت دی، تر څو دغه بدمرغه جګړه د تل لپاره له دې خاورې ورکه شي، ده ویلي د سولې اوسنی فرصت یو بې ساری ګام دی، که ترې ښکېل لوري سمه ګټه وانخلي نو سخت زیان به وکړي، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا د امریکا د راتلونکې نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن په تمه ناست دی چې ګوندې امریکا د طالبانو سره د سولې لاسلیک کړی توافق لغوه کړي، تر څو طالبان د غني د خوښې سره سم افغان دولت ته راشي او یا به هم امریکايي عسکر د تل لپاره د دوی په څنګ کې ولاړ پاتې شي او د دوی دفاع به کوي، دا چې خلیلزاد د دغه فرصت په برخه کې د افغانانو د خپلمنځي سیاسي توافق په اړه جدیت او عجله ښیي، حتما په یو څه پوهیږي چې اندیښنه لري، زما په نظر کیدای شي ښاغلی خلیلزاد یو دا هدف ولري چې تر څو د افغانانو تر منځ د وینو توییدل بند شي او افغانان د یوه داییمي اوربند شاهدان واوسي، بل دا خبره هم کیدای شي چې که چېرته امریکایي او نړیوال قوتونه په خپل وخت له افغان خاورې ووزي، نو بیا به د سیاسي توافق د نه لاسلیک په شتون کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ جګړه دوام وکړي او بغیر د امریکا له ملاتړه به افغان امنیتي او دفاعي قوتونه د جګړې ظرفیت ونلري، چې په دې سره به اوبه له ورخه تېرې وي، خلیلزاد چې زیات د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د امریکا په بنیادي بهرنۍ پالیسۍ باندې پوهیږي حتما دا ټولې بدې ورځې له اوسه ګوري، خو افغان حکومت او په خاص ډول د غني ډله خلیلزاد یو ځانغوښتونکی او شخص طلبه سړی بولي او تر ډېره د خلیلزاد کړنې د هغه شخصي او ذاتي کارونه یادوي، مګر دوی په دې سترګې پټوي چې خلیلزاد د امریکا د دولت یو رسمي مامور دی او دغه هر څه د امریکا د سیاسي نظام په خوښه تر سره کوي، افغان حکومت او په خاص طور د ښاغلي غني پلویان دا خبره په ځلونو ځلونو کوي چې امریکایي عسکر له افغان خاورې نه ووزي او دغه د طالبانو او امریکایانو تر منځ لاسلیک شوی تړون ډونالډ ټرمپ د خپلې سیاسي ګټې په خاطر یوه لوبه پیل کړې کوم چې د ټرمپ په تللو به هر څه ختم شي.

اوس که چېرې اوسنی صورتحال دوام کوي، که جوبایډن هم د ټرمپ په قدم قدم ږدي او افغان حکومت هم له سرزورۍ کار اخلي نو معلومه خبره ده چې کیدای د یو څو میاشتو په اوږدو آن تر یو کال پورې هم د افغان دولت او طالبانو تر منځ کوم سیاسي توافق لاسلیک نه شي، چې په دې وخت کې به طالبان هم جګړه کوي او افغان دولت به هم د تېر په څېر د اوربند چېغې وهي؛ زما په ګومان طالبان د هر څه لپاره پلان لري او د پلان له مخې هر څه مخته وړي، خو افغان دولت ترې اوربند غواړي، داسې ښکاري چې طالبان د غني د کمزورۍ په ټکي هم پوهیږي چې هغه د کمزورۍ ټکی یوازې د اوربند په راتلو سره لرې کیدای شي، ځکه غني د طالبانو د حملو په مخنیوي کې ناتوانه دی، د اوربند په راتلو سره غني د خپل حکومت د عسکرو او مامورینو د سر او مال د زیان او د بېحده لګښتونو مخه په اسانۍ سره نیولی شي، چې بیا به په مزه مزه خپل د سولې بهیر وړاندې بیایي او د افغانستان خلکو ته هم قناعت ورکولای شي چې په دې توګه سره خپل حاکمیت هم تضمینولی شي.

طالبان فکر کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني ممکن د دوی سره کومه لوبه وکړي نو ځکه خو د حکومت سره په ګډو کارونو کې له ځیرکتیا کار اخلي او هڅه کوي چې په راتلونکې کې په کوم ځای کې مشکل پیدا نه شي، امریکایان هم ظاهرا د دوی په چارو کې مداخله نه کوي خو یوازې په افغان حکومت باندې د فشار لپاره لاس په کار کیږي او هغه څه چې افغان حکومت یې نه مني وروسته یې ومني، په دې آخرو وختونو کې حمدالله محب او اشرف غني دواړو د سولې د پاتې خبرو د بشپړولو په خاطر افغانستان وړاندیز کړ، کوم چې دغه تجویز طالبانو رد کړ او طالبانو وویل د سولې لپاره ځای نه، بلکې اراده مهمه ده، طالبان داسې انګیري چې غني هم په دې خبره کې طالبان تېر باسي، تر څو طالبان ورو ورو له قوته وغورځوي، خو طالبان هم دومره ساده ګان نه دي چې غني د ورته لارې او طریقې وښیي او دوی د بغیر له فکره پرې قدم کیږدي، غني د انجینر ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند په همدې رقم دوکه کړ، چې اوس د سولې د موافقې پنځه فیصده هم نه ور سره عملي کوي او لا یې د اسلامي حزب په سلګونو بندیان په زندانونو کې ساتلي دي، نو دا د طالب لپاره ستره تجربه وه چې د همدې په اساس دوی اوس د افغان دولت سره په کوم مزي وچلیږي.

نورمدین بلخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx