نظــر

غني بابا د مقناطیسي ماینونو مخترع!

څارنوال سلیمان الکوزی

امرالله صالح له څو پېچکشونو او ډول ډول پرزو او د برېښنا له  لاینونو سره د ارګ پر یوه ښکلي کوټه کښې خورا مصروف ښکارېده ساعت د ورځې شپږ نیم بجې ښودلې همدا وخت یې د کومې تپې له سره پر ښار توغندي را شېوه کړل د صالح سترګې له خوښۍ وځلېدې او وړاندې یې وکتل له هغه لوري یو بې بڼې او بې شکله سړی له یوې نیمزالې ښځې سره یوځای په خوښی را روان وو، ګڼو ساتونکو ورسره شا او مخې ته منډې وهلې، پراخې پایڅې یې تر پښو او بوټانو وړاندې خوځېدلې، لوړه شمله یې پر سر درولې وه، تسبیح یې اړولې او بې نزاکته قدمونه یې اخستل هغسی چې د شخصیت له دروندوالي سره یې ژوره فاصله لرله، زړه بوډۍ ښځه تر وسه مکاره او کینه لرونکې ښکارېدله، په بڼه کښې یې ژورې کرښې جوړې شوې وې خو د انسانیت په نوم کوم داغ یې په ضمیر او وجدان  کښې نه درلود، خپل زوی او لور یې د نیویارک او واشنګټن په زرینو محلونو کښې ساتل خو د ولس د زامنو د وژلو لپاره یې د سولې په مخالفت  د جګړې نارې سورې وهلې، صالح چې په لاس کښې اوس هم د برېښنا یو لاین شته و پر ښار د توغندیو د ویشتلو بریالی قیصه اوس له همدې بدرنګه بوډا او زړې بې رحمه بوډۍ سره راسپړلې وه پر ټولو د خوښۍ څپه خپره وه، پر بریالی توګه یې د توغندی ویشتلو له کبله بوډا خودخوا او بې معدې سړي خپل لومړني مرستیال ته مبارکي وویله خو د ښار له کوڅو د انسانیت د تاریخ د ناورین زړه دردونکې کریږې او واویلا خپرېدله، چېرته ورور او خور شهیدان ول او پلرونو او میندو ورته ژړل او چېرته ماشومان او چیرته هم پلرونه او میندې!

د ښار له  کوڅو د جګېدونکو فریادونو او واویلا غږ د همدې بوډا سپین سترګي او بې رحمه سړي او د هغه د مرستیال او بوډۍ ښځې په خنداګانو او تبریکیو کښې خاموشه او خپل غږ له لاسه ورکړی و او د ولس ناره د چارواکو تر خندا او هوس لاندې ځپل شوې وه.

صالح یو لاین په بیاتي غوڅ کړ او له بل لاین سره یې پر تور رنګه پلاستر وصل کړ او بوډا سړي په خوند سره وویل چې د دې ماینونو اغیز به خورا لوي وي.

د مقناطیسي ماینونو جوړولو او چاودنو غږونه هره ورځ اورېدل کېدل، کله خبریال، کله عام وګړي، کله قومي مشران، او کله وکیلان یو په بل پسې په نښه کېدل خو امرالله صالح له دې اخوا په هرو څو شپو کښې یو مازدا موټر له توغندیو ډکولو او هلته دلته به یې پر ښار راشېوه کړل له دې ټولو چارو څخه بې رحمه سپین سترګی کم ظرفیته بوډا او میرمن ېې خورا خوښ ول، دوی په ارګ کښې ځانونو ته جنتونه پرانستلي ول د عیش او نوش هر ډول وسایل په کښې شته ول او د ولس شتمني یې له هرې لارې د چور او چپاول په کرښه درولې وه او پر ولس یې مقناطیسي ماینونه او توغندي ویشتل.

غني بابا نومی بی رحمه بوډا د مقناطیسي ماینونو مخترع وو، هغه له ځان سره همداسی بې رحمه یو مرستیال هم درلود چې د ده د وژنو طرحو ته یې د عمل جامه ورپه تن کوله.

د هغې ورځې په هیله چې همدا شاګرد هم د همدې بې معدې استاد پر خوله د بالښت په اېښودلو د تاریخ د تکرار قیصه بیا زمونږ مخې ته کیږدي او ولس د دې دوو بې رحمو څېرو څخه وژغورل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ماشاءالله دیره ښکلې لیکنه په ښه طريقه د ظالمانو په ګوته کول

غ.حضرت

د ماینونو په هکله ( کوم چی طالبان ئې ښخوی) او بې ګناه عادی افغانان پکی وژل کیږی او زخمی کیږی ولی پټه خوله یو؟

Karwan

غ حضرته،
ليکني خو فلسفيي کوي. دايراني رافضيانو په موردهم خپل نظر څرګند کړه. هغوي خو اوس علني دافغانستان په کورنيو چاروکي مداخله کوي او محيب جان دي هم ورغي او دفاطمينوقراردادونه ورسره امضا کوي!
دي ته اوس څه پرتوګ کوي، نظر ته دپه انتظار يم. الله مو تباه او بربادکړه ددالرو غلامانو! کاروان

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
دغه ## او دغه ## بودی او داسی نو ## قاتلان ظالمان به تر هغه وچلیژی، ترسو چی خلک د دوی له غارو نه وی اخیستی او په ونو کی زورند ونه کری. الله اکبر

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx