افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: تر وخت وړاندې سرې کرښې کښل مذاکراتي پروسه پيچلې او ولس مایوسه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل د پخلاینې عالي شورا مرستیال «اسدالله سعادتي» وویل، چې جمهوریت او د رایو له لارې د نظام د مشر ټاکل کېدل، د کابل ټیم له سرو کرښو څخه دي؛ طالبانو په یوه تبصره کې ویلي، چې تر وخت وړاندې د سرو کرښو ټاکل د مذاکراتي پروسه په بریا کې مرسته نه کوي او برعکس ولس مایوسه کوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کې راغلي، چې د سرو کرښو ایستل د «ارګ» له عادتونو څخه دي، چې تازه مصالحې عالي شورا هم پیل ورباندې کړی کوم چې تر مذاکراتو وړاندې پروسه پیچلې کوي او ولس ناهیلی کوي.

تبصره کې وړاندې راغلي، چې د مذاکراتي ټيمونو دنده همدا ده چې د افغانستان کشاله حل کړي او اوږده جګړه پای ته ورسوي؛ نو ځکه د تبصرې پر بنسټ، د پردیو په اشاره د رسنیز فشار لپاره باید سرې کرښې ونه ایستل شي «مذاکراتي ټیمونه د همدې لپاره ټاکل شوي چې د ګران هیواد دا لاینحله اوږده لانجه د تفاهم او جروبحث له لاري یوې مثبتي نتیجې ته ورسوي، د پردیو په مټ د زور کاروني، رسنیز پروپاګند او یا بازاري سرو کرښو که د افغانستان مسئله حل کولای شوای، خو دا شل کاله د کابل رژیم همدا کار وکړ، مګر پایله یې ونه لرله.»

طالبانو ددې تر څنګ په خپله تبصره کې ټینګار کړی، چې په سوله کې باید د افغانستان د خلګو ګټې تضمین شي او چارواکي باید هڅه ونکړي، چې خپلې مؤقتي ګټې د سولې په پروسه کې ولټوي.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې تېره ورځ د پخلاینې عالي شورا دویم مرستیال جمهوري نظام د بحث نه وړ موضوع وبلله او ادعا یې وکړه، چې جمهوریت هیڅ بدیل نه لري؛ نو ځکه له طالبانو سره په دې اړه بحث کېدای نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خو داسی مذاکرات فکر کوم هم کومه نتیجه نلری چی ورځ ورسره یو ځای موټر بمب چاودنی، ځانوژنه په موازی شکل روان وی. فکر نکوم چی دا وړی شړی شی ځکه چی دواړو خواوو سره استقلالیت او مکمل صلاحیت نشته. د سولی خبری پردی شوی د نور خبری دی نه د افغانانو تر منځ.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx