افغانستان

طالبان: د ایراني چارواکو «غیرمسئولانه» څرګندونې د دوو ګاونډیانو هیوادونو اړیکو ته زیان رسوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، ددوی په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» څرګندونې «غیرمسئولانه» او په بې خبرۍ بنا وي؛ چې د افغان ولس احساسات ټپي کوي او کولای شي د دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ اړیکې زیانمنې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «جواد ظریف» له طلوع نیوز سره په خپله تازه مرکه کې ویلي و، چې د ایران د قوانینو له مخې طالبان لا هم د یاد هیواد د «ترهګرو ډلو» په لست کې دي؛ خو د سرحدونو د امنیت د خوندیتوب په موخه ایران ورسره اړیکې پالي.

نوموړي وړاندې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په مزار شریف کې د خپلو ډيپلوماټانو وژل کېدل د طالبانو یو نه «بښل کېدونکې» او «نه هېرېدونکې» کړنه بللې وه او د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

طالبانو یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ظریف څرګندونې «غیرمسئولانه او له واقعیت لرې دي» او د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه وه، چې کولای شي د دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ اړیکو ته زیان ورسوي.

د طالبانو له قوله، دوی د ملګرو ملتونو د «ترهګرو ډلو» په لست کې شامل نه دي او په دې اړه د ظریف څرګندونې د نوموړي په ناخبرۍ دلالت کوي.

دوی ددې تر څنګ د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د مثبتو اړیکو درلودلو هیله څرګنده کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې بیا ځلې داسې څرګندونې ونکړي چې له امله یې طالبان غبرګون ته اړ شي.

یاده دې وي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعتراف کړی و، چې هیواد یې له افغان کډوالو د جنګیالیو په حیث ګټه اخیستې او که کابل حکومت وغواړي هم کار ترې اخیستلای شي.

ظریف ددې تر څنګ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په «مسئولانه» او «قانوني» وتلو باندې ټینګار کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
دا ظریف خو یو گ## سری دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx