نړۍ

اسلام اباد ابو ظبۍ ته: د فلسطين قضيې له حل پرته له اسرائيلو سره اړيکې د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې دوی د متحده عربي اماراتو چارواکو ته په څرګندو ټکو ويلي، تر څو چې د فلسطين قضيه په رښتينې توګه نه وي حل شوي، تر هغو ورته د اسرائيلو په رسميت پېژندل هېڅکله د منلو وړ نه دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې رسنيو ته وويل: «ما د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير ته په څرګندو ټکو روښانه کړه، چې اسلام اباد به تر هغو پورې هېڅکله اسرائيل په رسميت ونه پېژني، تر څو چې د فلسطين قضيه د فلسطينيانو په خوښه نه وي حل شوي.»

ښاغلي قريشي دا څرګندونې اماراتو ته له رسمي سفر يوه ورځ وروسته کړي دي.

نوموړي د اسرائيلي رسنيو هغه رپوټونه هم رد کړل، چې د پاکستان رسمي پلاوي اسرائيلو ته پټ سفر کړی دی.

له تېرو څو ورځو راهيسې داسې ګنګوسې روانې وې، چې متحده عربي اماراتو، سعودي او يو شمېر نورو عربي هېوادونو پر پاکستان فشارونه وارد کړي، چې اسرائيل په رسميت وپېژني.

خو شاه محمود قريشي دغه ګنګوسې رد کړې او زياته يې کړه، چې پر دوی هېڅ ډول فشار نه شته او سربېره پر دې، «اسلام اباد به د فشارونو پر ځای د خپلو مصالحو له مخې پرېکړه کوي.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د پاکستاني ولس زړونه او خواخوږي د فلسطين او کشمير له ولسونو سره ده.

د ښاغلي قريشي په وينا، دوی د فلسطين قضيې په اړه څرګند دريځ لري او لا هم پر خپل دريځ ټينګ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پښتین

نن آسیا والو؛ ستاسې حب الپاکستان مې ډیر ځوروي؛ اخیر ولي تاسې په دې باور یئ چې پاکستانی حکومت یا مولایان یې مسلمانان او پاکستان د اسلام قلعه ده او په همدې خاطر تاسې باید دا شغالان خپلو انډیوالنو ته زمریان معرفی کړئ او که تاسې هم له ای ایس ای څخه غوړې ډوډۍ او حلوا تر لاسه کوی او غواړئ چې حلاله یې کړئ؟ پر هر هغه کس چې د پښتنې مور شیدې یې څښلې وي او د پاکستان بره او د خپلو سپکه وايي؛ د مورکۍ شیدي یې پرې حرامې دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx