نظــر

جواد ظريف او ترې اخيستل شوی درس

شفيع اعظم

دې کې شک نشته چې جواد ظريف زموږ د ملي اقتدار، خپلواکي او بېرته په خپلو پښو د زوړ عظمت دوباره احيا سر سخت مخالف دی.

نن یې هم خپله مرکه کې د نه مداخلې الفاظو تر چتر لاندې درګرده بربنډه مداخله کوله او موږ ته یې دیکتې کوله چې څه ډول نظام او څه ډول حکومت او څه رنګ مشارکت را منځته کړو. هو دا يواځې ايران نه دی بلکې پاکستان او نور هیوادونه هم ورته خصمانه دریځ او غوښتنې لري.
مګر د ټولې دوښمنۍ او بدبيني باوجود د جواد ظريف يو خوی او عادت موږ تاسې ټولو ځوانانو ته د کاپي کولو دی.

د امريکا تحصيل کړی او امريکا کی یې کورنۍ سره کافي ډیر وخت ژوند کړی. مګر کله چې د امريکا او ايران يا خپلو ملي ګټو بحث راځي نو بيا هماغې امريکا خلاف موقف نيسي چې هلته یې زده کړې او ژوند کړی. په نره د خپل ملت او ملي ګټو په حق کې د امريکا او ټولې نړۍ خلاف استوار قدمونه ولاړ وي.

زموږ وال خو چې ډیری بهر زده کړې او ژوند وکړي نو دلته د خپل وطن خلاف د پرديو ګټو مدافع جوړ شي. مثالونه یې خپله موندلی شئ او ذکر ته ېې اړتیا نه وينم. خو ياد لرئ چې دا ډول چلند او رنګ بدلول واقعا سپک توب او رزالت دی.
موږ حق لرو هر ځای تحصیل او ژوند لپاره کورنۍ سره او يا هم يواځې ښه ډیر لرې وطنونو ته ولاړ شو، خو اخر د کار کې هېڅکله هم خپل ادرس او ريښه قطعا ورکول ندي پکار.

کله چې د خپل قام، ملت او وطن خبره مطرح شي بيا په نره خپل اصليت، خپل خلک، ريښه او ملي ګټې پالل غواړي. پدې کار هیچا ته بد نښکارو، برعکس دوښمن به مو هم د ټول مخالفت باوجود په عظمت قايل وي.

موږ ته زموږ تقدير او خټه کې خدای “افغان” ليکلی نو دا هويت او شناخت ورکول او هېرول له ځان او خپل خالق سره نامردي ده.

یاد ساتئ چې خدای غیرتي دی او صرف غیرتيان خوښوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx