افغانستان

محب له «مشترکو تهدیداتو» سره د مبارزې په تړاو له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» تهران ته تللی او هلته یې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت شورا له سلاکار سره لیدلي او د افغان سولې او امنیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا له دفتره په همدې تړاو خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې د کابل حکومت یو لوړپوړي پلاوي د حمدالله محب په مشرۍ د ایران د امنیت شورا له سکرتر «علي شمخاني» سره لیدلي او دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ پر ټرانزيټي، سوداګریزو، امنیتي او پراخو اقتصادي اړیکو باندې هوکړه کړې.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې د پورته موضوعاتو تر څنګ د «دوه اړخیز باور په اساس د مشترکو تهدیداتو سره د مبارزې په اړه» هم خبرې شوې دي.

ورته مهال په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ورسره غږېدلی.

ایران ته د کابل حکومت د پلاوي سفر داسې مهال دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د افغان سولې په اړه د خبرو بهیر هم پيل شوی.

ایران د افغانستان د سولې په برخه کې د حکومت د دریځ ملاتړ کوي او ټینګار لري چې افغانستان کې باید جمهوري نظام پاتې شي.

ورته مهال ایران کابل حکومت ته وړاندیز هم کړی، چې له «فاطمیون» ډلې څخه کومه چې ایران له افغان کډوالو جوړه کړې او په سوریه او عراق کې یې د خپلو ګتو لپاره جنګولې؛ کار واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx