افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني-د پنټاګان سرپرست ته: «ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا رول مهم دی»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له سرپرست «کریسټوفرسي میلر» سره چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و؛ لیدلي او د افغانستان د سولې پروسې، د سیمې د امنیتي وضعیت او له دولتي ځواکونو څخه د ملاتړ په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې د پنټاګان د سرپرست له قوله ادعا شوې، چې نوموړي د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتیژيکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د کابل حکومت تر څنګ د پاتې کېدو ژمنه وکړه.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې د پنټاګان سرپرست په افغانستان کې د اوربند د تامین د تمې تر څنګ ویلي، چې هیواد یې د دولتي عسکرو ملاتړ ته ژمن دی.

ورته مهال اشرف غني هم د امریکا او کابل تر منځ اړیکې مهمې بللي دي، د امریکا له مرستو یې مننه کړې او په افغانستان کې د «ترهګرۍ» خلاف مبارزه کې يې د امریکا رول اړین بللی.

د غني او پنټاګان د سرپرست تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې تېره اوونۍ د امریکا د پوځ لوی درستیز «جنرال مارک میلي» هم په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره تر لیدنې وروسته کابل ته راغلی و، او دلته یې د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

بل لور ته د امریکایي نظامي چارواکو سفرونه په داسې وخت دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ له هیواد ه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تمه ده د راتلونکي کال د جنوري میاشتې تر نیمایي پورې افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx