نظــر

امریکایي تروریزم او افغان ماشوم وژنه

عبدالرؤف لیوال

هم مې ووژنې په خپله، هم راباندې ژړا کا –

او په دری ژبه کې وایي: باقاشق عسلم میدهد + بادسته اش چشمم را میکشد

یو څیړنیز ریپوټ Investigation Reportچې د بشر د حقوقو فعال څیړندوی) برس ویلکنیز) په افغانستان کې د (امریکا د مرګ پټ لښکر) د کړنو په هکله لیکلي، داسې څرګندوي:

دا د ترهې او وژنو پټ لښکر چې د سي، آی، اې په لګښت او مشرۍ د(01) په نوم، له امریکایانو سره جوخت، په میدان وردګو او نورو سیمو کې یې ترهګرې وژنې ترسره کړي او لاهم یې ترسره کوي، په دې اړه د میدان وردګو ولایت، د ولایتي شورا رییس اخترمحمد(طاهري) په یوه مرکه کې (انټرسپ) څړنیز بنسټ ته ویلي: امریکايان په افغانستان کې د جګړې ټول قوانین او بشري حقوق تر پښو لاندې کړي.

د (انټرسپ) سایت د خپرونې په بله پاڼه کې چې (ویلکنیز) د آسترلیایي خبریال(اندرو کوییلټي) له خولې یې خپور کړی، داسې راغلي دي:

[د وردګو د امرخیلو په سیمه کې نقاب لرونکو کسانو چې ځینو یې په انګلیسي خبرې کولې، د شپنیزو عملیاتو په ترڅ کې په یوې مدرسې برید کړی، د ۹نه تر۱۸ کلونو په منګ ماشومان یې په ترهې سره له خوبه راویښ، غټان یې له ځان سره بیولي او د نورو په هکله بلال(مستعار نوم) داسې وایي((د شپې ډزو، چاودنو او د هلکانو له چیغو وروسته مې چې کله ګهیځ مهال نورو کوټو ته سر وردننه کړ، ګورم چې د ۱۲ټولګیوالو، مړي مې چې په ګولیو سوری، سوری شوی په ځمکه پراته ول))

(ویلکنیز) د(کوییلټی) له قوله څرګندوي، ددې جنایاتو عاملینو د یوې امریکایي لاس پوڅې ډلې چې د (01)په نوم یادیږي او د سي. آی.اې له خوا روزل شوي د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په همغږۍ او د هوایي غلچکیو بریدونو په ملاتړ، د ملکي وګړو پرضد د ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې، سرته رسولي (01) داسې ښيي چې ګواکې د افغانستان د ملي امنیت ادارې سره تړاو لري.

هغه زیاتوي چې د امرخیلو برید د هغو لسو شپنیزو عملیاتو لړۍ وه چې پرته له کومو جرمي دلایلو په وردګو کې شوی او له ۲۰۱۸م نه تر۲۰۱۹م یې ادامه درلوده، چې پکې لسګونه ملکي وګړي چې ماشومان او ځوانان ول وژل شوي.

بله بیلګه : څو میاښتې وړاندې په تخار کې دمدرسې بمبارد ووچې په هغه کې هم لسګونه ژڼی مړه شول اوددې بمبار درسوا کیدلو له امله د تخار د والي ویاند خپله دنده له لاسه ورکړه.

د (کوییلټی) ریپوټ زیاتوي چې د وردګو د ولایت د نرخ، چک، سیدآباد او دایمیرداد خلک له ورته نورو وژنکو شپنیزو عملیاتو هم پرده پورته کړې – په دې عملیاتو کې – ناببره اعدام، د اندامونو پرې کول،برمته نیول او لادرکه کیدل شامل دي.

په روغتیایي او مذهبي ودانیو هوایي بریدونه ددې لامل ګرځیدلی چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو قصدي وژنه پکې شامله وي.

د کوییلي په راپور کې راغلي چې سي، آی، اې د(01)او ورته قطعو په روزلو برسیره هغوی ته له ترهې نه د ډکو عملیاتو قومانده ورکړې، چې د امریکایي چورلکو همغږي به هم ورسره وه او د هوا له لارې یې په بریدونو کې د دوی مرسته کړې.

د (01) یوه غړي په وردګو کې اقرار کړی چې [هغوی نه پوهیږي چې دوی د سي.آی.اې تر مشرۍ لاندې ددې ځواک غړی دی، خو هغوی سره یې همیش ګډ عملیات ترسره کړي]

په ریپوټ کې کښل شوی ((د هغه سند له مخې چې لاس ته ورغلی د امریکې د ملي امنیت آژانس د کړنو رسوا کونکی (اسنوډن) وایي په کال ۲۰۱۳ کې دوه نیم میلیارده ډالره (پنځه سلنه بودیجه) د جاسوسۍ پټو عملیاتو لپاره په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان ته ټاکل شوې وه ((کله چې بایډن د امریکا مرستیال ولسمشر وو))

په تیرو دوه لسیزو کې داسې کړنې په افغانستان کې له سي، آی، اې نه پټې نه دي پاتې شوي او هغوی سره اړیکه لري یا ترې نه خبر دی، آن تردې چې د انسان د غړو قاچاق په ځانګړې توګه د ماشومانو د ځان د غړو قاچاق هم له سي آی اې نه پټ نه دی او ترې خبر دی – نو جوته ده چې هغوی پکې لاس او ملاتړ لري.

اینټرسپ په امرخیلو کې له۵۰ وګړو څخه چې د هغوی له جملې نه ۲۰ یې عیني شاهدان او ۳۰ یې د قربانیانو خپلوان دی، معلومات ترلاسه کړي چې په دې عملیاتو کې تر برید لاندې راغلی چې په پایله کې یې ۵۱ ملکي وګړی وژل شوي.

پاتریشیا ګاسمن د بشر د حقونو د آسیایي څانګې مشره وایي((له ډیره مودې سي. آی.اې د افغانستان جګړه، د خپلې ولکې په خپل سرجګړه ګڼي))

ګاسمن په افغانستان کې د سي. آی.اې راتلونکو موخو ته داسې نغوته کوي((که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي بیاهم عملیاتي څانګې به یې د(01) –(0?) او(0?)سره اړیکه ولري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx