ورزش

پاکستان لوبډلې په وروستۍ بریا ځان له «کلین سويپ» وژغوره

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۹ل): د پاکستان او نیوزیلاند کرکټ لوبډلو ترمنځ په دریمه شل اوریزو سیالۍ کې پاکستان لوبډله وتوانېدله په وروستیو سلګیو کې سیال لوبډلې ته ماتې ورکړي او ځان یې له «کلین سویپ» څخه وژغوره.

د درې شل اوریزو سیالیو سیریز په لومړیو دوه لوبو کې نیوزیلاند پاکستان ته په اسانۍ سره ماتې ورکړې چې سیریز یې په ۲-۱ په خپل نوم کړ.

په دریمه شل اوریزو سیالۍ کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. نیوزیلاند په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري ډيون کونوی ۶۳ زیاتې منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري فهیم اشرف د ۲۰ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي او شاهین افریدي او حارث رووف ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان په ځواب کې د محمد رضوان په ۸۹ او محمد حفیظ ۴۱ منډو په مرسته ټاکلی هدف په وروستي اور کې د افتخار احمد په شپږیزه بشپړ کړ او په سیریز کې یې یوازینۍ بریا د ۴ ویکټو په توپير خپله کړه.

له دې وړاندې په لومړۍ او دوهمه شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه کړې وه چې ویې نشو کړای د ۱۵۴ او ۱۶۴ منډو هدف دفاع وکړي.

باید وویل شي د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه ټیسټ لوبې هم ترسره کېدونکي دي چې د دیسمبر په ۲۶مه نېټه به پېلیږي او تر جنوري ۷مې نیټې به دوام کوي.

https://twitter.com/BLACKCAPS/status/1341336015105998848?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x