نړۍ

سعودي عرب, امریکا او اروپایی ټولنه به په سولیزه توګه صالح له واکه لري کړي

abdullah_salih(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۸) دیمن له پلازمینی صنعا څخه دبی بی سي نړیوالي خبري رسني خبریال خبرورکړی دي، چي ښاغلي علی عبدالله صالح له روغتون ځخه وتلي دي اودسعودي عرب په صدارتي ماڼي کي دمیلمه په توګه اوسیږي، له بله لوري سعودي عرب، امریکي اواروپایی ټولني په ګډوسره هڅي پیل کړی دي.

ترڅو په یمن کي په سولیزه توګه واک انتقال کړی، داسي کنګوسي شته چي ښاغلي صالح ودی ته غاړه ایښي ده چی یمن ته به نه ځي، او دهیواد چاري به دنوموړي مرستیال عبدالربه منصورهادي ته په داسي حال کي سپاري چی دحکومت په سیسټم اونظام کی په ځیني تغیرات هم راولي.

سرچیني وایی چي دهیواد په سیاسي چارو کی داولسمشر صالح مشاور عبدالکریم لاریانی چي دیوه کال لپاره رخصت باندي تللی وو

، تیره ورځ ناڅاپه داروپایی ټولنی دکوم هیواد له پلازمیني څخه دسعودي عرب وپلازمیني ریاض ته راورسیدي ترڅو له عبدالله صالح اودهیواد له نورو مخورو څیرو سره په خبروکی شرکت وکړي او دیو سولیز یمن لپاره لاري چاري ولټوي.

له بله لوري له سعودی عرب څخه چاپیدونکی دمنځني ختیځ په نامه سره یوي ورځپاڼي خبرنشرکړی، چی امریکایان وایی دیمن اولس مشر صالح مو پدي قانع کړي دي چی هیواد ته به بیرته نه راځي، دغه خبره په هغه وخت کی امریکایی سرچینو کړی کله چي تیره  ورځ ښاغلي صالح له روغتون څخه راووت اوسعودي چارواکو ورته په صدارتی ماڼي کي میلمستیا کړی وه.

ورځپاڼي دامریکایانو له لوري خبرنشر کړی چی امریکا په دی وتوانیده ترڅو ۶۹ کلن اولس مشر ده قناعت ورکړي چي هیواد ته دي سفرنه کوی، له بله لوري بیا په یمن کي دامریکا سفیر جیرالډ وایرسټان ویلي دي چي دامریکي دبهرنیوچارو وزارت له چارواکو څخه مي په کلکه غوښتنه وکړه، چي دیمن اولس مشر علی عبدالله صالح ډیر ضدي اوخپل سري شخص دي، امریکایان باید له دي څخه ډده وکړي چی نوموړي ډیرتنګ اوله حده څخه زیات فشار ورباندی راولي.

باید وویل شي چی په یمن کی بیا نوور حکومتي چارواکو خبرورکړی دي، ډیر ژرده چی دهیواد اولسمشر ښاغلي صالح به هیواد ته راشي، ترڅو په هیواد کی روان اخ اوډب ته دپای ټکي کیږدی.

له بلي خوا څخه دصنعا له ښارڅخه خلګو خبرورکړی چی تیره شپه ناوخته راکټي بریدونو دپلازمینی وشمال ته ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اړه ولي ده، خبرزیاته وی، تیره شپه کی دسهارخواته دپلازمینی وشمال ته دخلګو پراستوګنځیو باندی له نامالوم لوري څخه توغندي وتغول شول چی له کبله یی دوه کسان وژل شوی اوشپږنور ژوبل شوی دي.

همدارنګه دتعز په ښارګوټي کي دحکومتي مخالفي وسلوالی ډلي په سیمه کی له مظاهره کونکوسره یوځای شوی دی، خوسرچیني وایی چی لدي څخه مخکي هم تعز کی وسلوالي ډلي اومظاهره کونکو څو ځلي سره یوځای شوی دي خودډیر لږ وخت لپاره یوځای پاتي شوی دي  او وروسته بیرته یو دبل مخالف واقع شوی دی.

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x