افغانستان

نی: حکومت د خبريالانو په خونديتوب کې پاتې راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۹ل): افغانستان کې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې «نی» پر حکومت تور لګولی، چې د خبريالانو په خونديتوب کې پاتې راغلی دی.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې «نی» اجرائيه مشر مجيب خلوتګر حکومت د خبريالانو په خونديتوب کې په داسې حال کې ناکام بللی، چې تېره ورځ د خبريالانو د ټولنې مشر رحمت الله نېکزاد په غزني کې ووژل شو.

مجيب خلوتګر په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې د رحمت الله نېکزاد شهادت دا خبره روښانه کړه، چې د خبريالانو ژوند نه په ښار او نه هم په کليوالو سيمو کې خوندي دی او حکومت يې په اړه خپل قانوني مسؤوليت نه ادا کوي.

ښاغلي خلتوګر اندېښنه ښکاره کړه، چې حکومت د خبريالانو د خونديتوب لپاره خپل مسؤوليت نه ادا کوي او غوښتنه يې وکړه، چې لږ تر لږه د رحمت لله نېکزاد د قتل قضيه په رښتينې توګه وڅېړي.

د پژواک خبري اژانس خبريال سيف الله مفتون هم د خبريالانو کار ننګونکی او سخت وباله او په مقابل کې يې حکومت د ژورنالېستانو د امنيت په اړه په ناغېړۍ تورن کړ.

د افغان سولې د څار ویب پاڼې خبريال مجيد ژړاند هم د رحمت الله نېکزاد په وژنه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او ويلي يې دي، چې د خبريالانو د کارونو پر وړاندې ننګونې او ګواښونه ډېر زيات دي او حکومت بايد په دې اړه خپل مسؤوليت ادا کړي.

د نی ادارې په داسې حال کې حکومت د خبريالانو د ژوند په اړه په ناغېړۍ تورن کړی، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په افغانستان کې يو شمېر خبريالان وژل شوي او د قتل عاملين يې نه دي معلوم شوي.

څو ورځې وړاندې د بې پولې خبريالانو ټولنې په افغانستان کې د خبريالانو په وژنه خواشيني ښکاره کړې وه او د افغان خبريالانو د ټولنې په ملتيا يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته خپل شکايت وړاندې کړی و

د بې پولې خبريالانو ټولنې، د خبريالانو د ملاتړ نړيوال بنسټ او د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په ګډه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې ته دا شکايت ليک سپارلی دی.

په دغه شکايت ليک کې غوښتنه شوې، چې د بشري حقونو د نړيوالو اصولو، د ملګرو ملتونو د نورمونو او د جينيوا کنوينسيون له مخې بايد خبريالان له هر ډول پوځي بریدونو خوندي وي.

په دې وروستيو کې په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس راډيو او ټلويزيون ويانده ملاله ميوند ووژل شوه او ورپسې څو ورځې وړاندې د اريانا ټلويزون وياند فردین امنيي هم په کابل ښار کې په مرموز ډول ووژل شو.

تر دې وړاندې تېر کال د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده هم په کابل ښار کې خپل کور ته څېرمه وژل شوی و.

طالبانو د خبريالانو په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي او تېره ورځ يې هم د رحمت الله نېکزاد په وژنه خواشيني ښکاره کړې وه.

د چارو څارونکي وايي، له تېرې لنډې مودې راهيسې ډېری هغه خبريالان په نښه کيږي، چې پر حکومت نيوکې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx