افغانستان

طالبان: د ملکي تلفاتو اړوند د ملګرو ملتونو راپور بشپړ له انصافه لرې دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو استازی دفتر «یوناما» وايي، چې په هېواد کې په ولسي مرګ ژوبله کې د سږني کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېر کال د همدې وخت په پرتله دېرش سلنه ډېرښت راغلی دی.
یوناما د سږني کال د شپږو میاشتو په راپور کې وايي چې په تېرو شپږومیاشتو کې ۷۴٪ ملکي تلفات د طالبانو او ۹٪ د حکومتي ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي، چې په همدې نهه سلنه کې د اتو سلنو مسوولیت د افغان ځواکونو او یو سلنه مسوولیت د ایساف ځواکونو پر غاړه دی.
طالبان وايي چې د ملګرو ملتو دغه خپور شوی راپور بشپړ له انصافه تش دی او دوی يې ردوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «د ملکي کسانو د ژوند، آبرو او مال ساتنه د اسلامي امارت د روان جهاد یو اساسي هدف دی.»
نن ټکی اسیا د طالبانو د ویاند دغه څرګندونې د موضوع د اهمیت له مخې تاسې ته کټ مټ خپروي:

د ملګرو ملتو لخوا د ملکي تلفاتوپه اړه د بې پرې قضاوت په غبرګون کې د اسلامي امارت دوياند څرګندوني:

د تیر په څير یوځل بیا په کابل کې د ملګرو ملتو دفتر په افغانستان کې دملکي تلفاتو په اړه يو شپږمياشتنی راپور خپور کړ.

دغه راپور اګر که د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره شريک شوي او په اړه یې داسلامي امارت دسیاسي دفتر لخوا ور سره دلیک تبا دله هم شوې خو د راپور دسپيناوي او څيړنې لپاره موږ ته کافي وخت نه ده راکړل شوي، چې پخپله د سوال وړ مسئله ده.

په دغه راپور کې بیا هم د اکثره ملکي تلفاتو نسبت د اسلامي امارت مجاهدينو ته شوی او هڅه شوي ده چې راپور د دښمن د پروپاګندو اوسوء تبليغاتو په رڼاکې ترتيب او دملګرو ملتو له آدرسه د مجاهدينو په ضدخپور شي.

موږ د دې ترڅنګ چې دغه راپور ردوو او کاملا يې له انصاف څخه تش بولو، د ملګرو ملتو په اداره غږ کوو چې دخپلې ادارې د نوم او عنوان حيثت ساتلو ته متوجه شي، د ملکي تلفاتو غوندې حساسو مسائلونه د سياسي موخو لپاره استفاده ونه کړي او په ريښتوني توګه د ملکي خلکو له ژوند سره خواخوږي وښيي او د دغسې تلفاتو په عواملو باندې ژور فکر وکړي.

ضمنا واضح کول غواړو چې د ملکي کسانو د ژوند، آبرو او مال ساتنه د اسلامي امارت د روان جهاد یو اساسي هدف دی ، ملکي تلفات هیڅکله اسلامي امارت ته د منلو وړنه دي، د یادونې وړده چې دغه ټکی دیوه اساسي شرط په توګه د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د ادارې په لائحه کې هم درج ده.

باید ووایو چې موږ نه یوازې په افغانستان کې د کابل ادارې او یرغلګرو ځواکونو سره په نظامي جګړه کې ښکیل یو بلکې د دښمن د دمنفي تبلیغاتي جګړې سره هم مخامخ یو. هغوی د هیواد په سطح او په نړیواله توګه زموږ د بدنامۍ او زموږ د تصویر د تخریش لپاره مسلسل کارکوي، د ملکي تلفاتو هغه پیښې موږته منسوبوي چې په حقیقت کې په هغو کې د کابل د ادارې او یرغلګرو هیوادونو پټ لاسونه شامل دي. هدف یې داوي چې له یوې خواد اسلامي امارت او ولس ترمینځ درز پیدا کړي او له بلې خوا اسلامي امارت په نړی کې تجرید کاندي.

دملګرو ملتو د تیرکال په راپور کې او په سږني شپږ میاشتني راپور کې ادعاشوې چې د ملکي تلفاتو ۷۴سلنه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه لري، زمونږ په په نظر دا یو غیر واقعي تخمین ده، په هره سیمه کې چې زمونږ مجاهدین عملیات کوي، د هغې سیمې او خلکو سره ښه بلد وي، د ولسي خلکو او عسکرو تفکیک کولی شي نو ځکه زمونږ له خوا د ولسي خلکو د وژلو احتمال خوراکم وي، خو په مقابل کې د کابل د ادارې عسکر او یرغلګر ځواکونه د سیمې سره نا بلد دي، د مجاهدینو او ولسي خلکو تفکیک نشي کولی، هر څه ورته دښمن ښکاري د نښتو په مینځ کې، په ټولو ناتاره ډزې کوي ، نه ګوري چې هدف یې کوم دی،   په نتیجه کې ډیر ولسي وګړي شهیدانيږي، همداشان په کراتو لیدل شوي، کله چې د بهرنیو قواوو په کاروان باندې برید وشي او یا د چاودنې سره مخ شي، نو هغوی بیله دې چې خپل هدف تعیین کړي ، په ملکیانو ډزې کوي، دا د تیري لسیزې تجربه ده.

داهم باید ووایو چې   د ملکي کسانو په هکله چې کوم تعریف وړاندې شوی او په هغه کې دولتي مامورین هم شامل کړل شوي، موږ ته د منلو وړ نه دی ځکه هغه کسان چې د نظامي کسانو لپاره معلومات راغونډوي، له هغو سره مخامخ مرسته کوي او یا د هغوی لپاره تبلیغات کوي، ولو که یونیفارم هم ونلري، ملکي کسان نشي بلل کیدای.

ځیني داسې کسان وي چې په مختلفو جامو کې د کابل د ملي امنیت د ادارې لپاره کارکوي، ظاهرا، دیوه عام وګړي په څير ځان ښيي او د عام کس جامه په تن لري خو په حقیقت کې نظامي چارې پرمخ بیایي،د کابل ادارې اړوند اربکيان ټول ملکي جامې اغوندي خو د ملګرو ملتو په راپور کې داسې کسان ملکیان بلل شوي .

په پای کې وایو چې دملکي تلفاتو مخنیوی په هر صورت کې   یو ضرورت دی، د ملګرو ملتو اداره د دې پرځای چې له دغې موضوع څخه د بهرنیو اشغالګرو په ګټه استفاده کوي بايد د مخنيو په اساسي ټکو باندې يي کار وکړي، موږ له خپله لوري دملکي خلکو د ژوند په ساتلو کې پوره هڅه کوو او د عامو خلکو د ژوند د ساتلو لپاره دا لويه مبارزه پرمخ وړو.

داسلامي امارت ويندوي ذبیح الله مجاهد

۱۴۳۵/۹/۱۱هـ ق

۱۳۹۳/۴/۱۸هـ ش ــ 2014/7/9م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x