روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان؛ د کرونا نوی نسل کومه د وارخطایۍ خبره نه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د چین په ووهان ښار کې د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشت کې د رامنځته شوي کرونا ویروس نوی ډول په چټکۍ سره په برتانیا، سکاټلینډ، ویلز، ډنمارک، هالنډ او استرالیا هېوادونو کې خپریږي چې له امله یې په یو شمېر هېوادونو کې سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

د کرونا ویروس نوي نسل له کبله ګڼو هېوادونو له برتانیا سره پر هوایي تګ راتګ بندیز لګولی دی، خو روغتیایي چارواکي وایي چې په اړه یې ژورې څيړنې روانې دي.

بل لوري ته د روغتیا نړیوال سازمان بیړني قضیو مسئول مایمل راین په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د کرونا ویروس نوې بڼه «د کنترول څخه بهر نه ده».

«موږ د کرونا ویروس نوي نسل پېښې موندلي چې په عادي ډول له تېر ویروس څخه ۱.۵ درجې زیاتې خپریږي، خو دا د ورخطایۍ ځای نه دی او پر دې به ډیر ژر کنترول حاصل کړو».

د برتانیا د عامې روغتیا وزیر مت هانکاک هم د ویروس نوې بڼې پخلی کړی او تایید کړې ده چې د نورو ویروسونو په پرتله ژر خپریږي، د نوموړي په وینا تر اوسه پورې ددغه ویروس د اخته کېدو څه دپاسه ۱۰۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

هغه وایي چې د پېښو زیاتوالی د ویروس نوی نسل دی، خو دا په دې معنا نه ده چې دا نسل دې له تېر خطرناک او یا زیات وژونکی وي، «د ویروس نوې بڼه کشفیږي کومه غیر عادي خبره نه ده».

په لومړي وار د کرونا ویروس د چین په ووهان ښار کې د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشت کې خپور شو، خو له هغې پنځه میاشتې وروسته په دغه هېواد کې ددې ویروس نوې بڼه کشف شوه، دغه راز په هسپانیا کې هم نوی ډول خپور شو چې کابو ټوله اروپا یې ونیوله، دغه رزا تېر دوبی د کرونا یو نوی ډول په ډنمارک کې هم خپور شو چې ملیونونه مینکان یې ووژل. لامل یې دا دی چې ویروس خپل نسل ډير ژر اړوي خو زیاتره کمې اغیزې لري.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر تیدروس ادانوم ګیبریسوس ویلي، «په کار ده څومره په کم وخت کې ممکنه وي د ویروس نوې بڼې خپریدو مخه ونېول شي، ځکه چې کله مو هم خپریدو ته پریښې هغومره ژر بدلون مومي».

د نوموړي په وینا، د وخت په تیرېدو د ویروس بدلونونه یو طبیعي کار دی، خو تر دې دمه نه ده ثابته شوې چې نوې بڼه کومه چې په برتانیا کې خپره شوې د جدي ناروغۍ یا د سخت مرګ لامل شي.

نوې بڼه څرنګه رامنځته کيږي؟

کله چي د انسان د بدن انتي باډي د يوه ويروس پر وړاندي وده وکړي او په دې ډول د يوې ناروغۍ د پراخيدو مخه ونيسي، بيا نو دغه ويروس خپل پوښ اړوي ترڅو د انتي باډي او د بدن دفاعي حجرې يې و نه پيژني. ددې لپاره چي هغه ژوندی پاته شي بايد خپل د پروټين بهرنۍ بڼه واړوي او نوې بڼه يې رامنځته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx