افغانستان

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر په کابل ښار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د آزادو او عالانه ټاکنو(فیفا) بنسټ مشر یوسف رشید په کابل ښار کې وژل شوی دی.

دا پېښه نن سهار د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند «تڼي کوټ» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د یوسف رشید پر موټر ډزې وکړې.

د ښاغلي رشید کورنۍ رسنیو ته ویلي، چې په دغه وسله وال برید کې نوموړی له خپل موټر چلوونکي سره سخت ټپي شوی او روغتون ته لیږدول شوی ؤ؛ خو د نوموړي د روغتیايي وضعیت په هکله یې معلومات نه لرل.

بل لور ته آزادۍ راډیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د آزادو او عادلانه ټاکنو(فیفا) د بنسټ مشر یوسف رشید په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او مړ شوی دی.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم د یوسف رشید مړینه تایید کړه او زیاتوي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې پر یوسف رشید برید د چا لخوا او څرنګه ترسره شوی؛ خو کابل ښار په دې وروستیو کې د زیاتو امنیتي پېښو شاهد دی.

د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو ویشلو نه وروسته په کابل ښار کې هدفي او مرموزې وژنې او مسلحې غلاوې زیاتې شوي، چې له امله یې کابل ښاریان سخت ترهیدلي دي.

باید وویل شي چې ولسي جرګه په کابل ښار کې د مرموزو وژنو او مسلحو غلاوو عامل د زرغون بهیر په نوم ګوند بولي، چې د وکیلانو په خبره یاد ګوند پردیو استخباراتو لخوا تمویلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x