افغانستانسولې اړوند خبرونه

حفیظ منصور: اشرف غني یوازې مشوره راکولای شي، رهبري له مصالحې عالي شورا سره ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټیم یو تن غړی «حفیظ منصور» وایي، د کابل حکومت مشر یوازې کولای شي، دوی ته مشوره ورکړي او له دې پرته د مذاکراتو رهبري د پخلاینې عالي شورا له صلاحیتونو څخه ده.

منصور  په کابل کې یوې ناستې ته د وینا په مهال وویل چې مذاکراتي ټیم د پخلاینې عالي شورا له رهبرۍ څخه هدایات اخلي او اشرف غني یوازې مشوره ورکولای شي «تر ټولو لوړه مرجع چې مذاکراتي ټیم ته هدایات ورکولای شي؛ د مصالحې عالي شورا ده، له دې پرته پاتې مراجع یوازې مشوره ورکولای شي، هغه هم شاید ومنل شي یا نه.»

منصور ددې تر څنګ په کابل کې د سیاسي اختلافاتو دوام ته په اشارې وویل، چې دا کار د سولې پروسه زیانمنه کولای شي او ښایي د ډېرو فشارونو لامل شي.

د نوموړي په خبره، په مذاکراتو کې ځنډ او خنډ د افغانستان په خیر نه دی او سیاسي اختلافاتونه باید د سولې پروسې د دوام په لار کې یوه اړخ ته کړل شي.

ورته مهال د کابل مذاکراتي ټیم یو بل غړي «عطاء الله لودین» بیا ګیله وکړه، چې تر دې دمه د مذاکراتو سرې کرښې ورته واضح کړل شوي نه دي او په خبره يې، دا چې مذاکراتي ټيم د افغانستان د ټولې قضیې په اړه د پرېکړې کولو صلاحیت نه لري؛ نو ځکه باید سرې کرښې واضح کړل شي.

د کابل مذاکراتي ټيم د غړو پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده د نوي کال د لومړۍ میاشتې په پنځمه په دوحه کې یو ځل بیا خبرې پيل شي او مذاکراتي ټیمونه د اجنډا د اساسي موضوعاتو په اړه بحثونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx