افغانستان

کابل ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله ۳ پولیس مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومى، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳ پولیس مړه او ژوبل شوي دي.

دا پېښه نن سهار شاوخوا ۵۵ دقیقې لپاسه ۶ بجې د دولسمې امنیتي حوزې مخکې د پولیسو په یو رینجر موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي؛ خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په ورته مهال د دولسمې امنیتي حوزې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په نننۍ چاودنه کې د درېیم ټولي پولیس عسکر کاظم د محمد صایم زوی وژل شوی، د بنفشې د رحیم داد لور او سدور د محمدعالم زوی په ګډون ۲ پولیس ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ هم د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند دغ آباد سیمه کې د محابسو د ریاست پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې د یاد ریاست ۵ کارمندان مړه او ۲ نور ژوبل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x