افغانستان

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ سهار  ۹ بجې د هرات ـ کندهار پر لویې لارې د ګذرې ولسوالۍ په «میر داؤد» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شو، کله چې پر موټر سایکل سپاره درې تنه له یو غټ کاڼي سره جنګیدلي دي.

د هرات د امبولانس رئیس ابراهیم محمدي وايي، په دغې پېښې کې دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی.

دا په تیرو پنځو ورځو کې څلورمه ترافیکي پېښه ده چې په هرات ولایت کې رامنځ ته کیږي، د جمعې په ورځ ناوخته هم د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو فیلډر او ټیلر موټرونو ترمنځ د ټکر له کبله ۷ تنه مړه شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x