نړۍ

فرانسه کې وسله‌وال بریدګر درې پوليس وژلي او يو يې ټپي کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فرانسې حکومت وايي، يوه وسله‌وال بریدګر درې پوليس وژلي او يو يې ټپي کړی دی.

د رپوټونو له مخې يوه ذهني ناروغ د کورني جنجال پر مهال کور کې خپله ښځه ايساره کړې وه او کله، چې پوليس د ښځې ژغورنې لپاره ورغلل، دغه ذهني ناروغ پرې ډزې وکړې، چې له امله يې درې پوليس وژل شوي او يو ټپي دی.

پوليس وايي، دا پېښه د فرانسې په سان جوست ښار په کليرمون فيران سيمه کې شوې ده.

پوليسو ويلي، د ذهني ناروغ يرغمل شوې مېرمن يې ژغورلې او د بریدګر لټون روان دی، خو ځينو سرچينو ويلي، چې بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.

د کليرمون فيران ښاروال رسنيو ته ويلي، تېره شپه پوليسو ته خبر رسېدلی و، چې کليرمون فیران سيمه کې يو سړي د خپلې مېرمن وهل ډبول پيل کړي، خو کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل، د ښځې خاوند پرې ډزې وکړې، چې له امله يې درې پوليس ووژل شول او يو يې ټپي شو.

د کليرمون فیران ښاروال رسنيو ته ويلي، پوليسو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو سربېره ښځه ژغورل شوې او خوندي ځای ته لېږدول شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx