افغانستان

په ۳ ولایاتو کې ۵۶ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمي په لړ کې تازه په هرات، کندوز او کندهار ولایتونو کې طالبانو ته د ۵۶ دولتي عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپرو شوو خبرونو له مخې د تیرو ۳ ورځو په جریان کې ۲۳ تنه دولتي عسکر په هرات، ۱۰ تنه دولتي عسکر په کندوز او ۲۳ تنه په کندهار ولایتونو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغو تسلیم شوو دولتي منسوبینو کې عسکر، پولیس او اربکیان شامل دي، چې د طالبانو لخوا ورته د ملکي ژوند تیرولو په موخه امن کارتونه هم ورکړل شوي دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیر۳ ورځو کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x