شعـــــرونه

څه به نه وایمه/ ملا دور محمد ګوهري

ملا دور محمد ګوهري

خوله به ګونګۍ شونډې به پرې کړم څه به نه وایمه
ژبه به هم ټوټې ټوټې کړم څه به نه وایمه

پرېږده چې لولپه شي هیلې د حقبینو خلقو
زه به یې هسې تماشې کړم څه به نه وایمه

د پلرنۍ میړانې شناختې به مې ونړوم
ښکته به یې زه لوړې شملې کړم څه به نه وایمه

په ارزو ګانو او روا هیلو به اور پورې کړم
وروستي بڅري بۍ ايرې کړم څه به نه وایمه

تور ته به تور نه وایم سپین به زیاتي سپین نه بولم
ددې توپیر شمعې به مړې کړم څه به نه وایمه

وینم د حق جنازه ووځي د باطل له لاسه
په دې به هم سترګې ړندې کړم څه به نه وایمه

نور به ګوهر پسې دریاب غوپې ونه وهم
د ساحل څنډې به لمبې کړم څه به نه وایمه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx