افغانستان

کندهار ښار کې د ۲۱۵ میوند قول اردو سکرتر ترور شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د ۲۱۵ میوند قول اردو سکرتر جګړن آغامحمد ترور کړی دی.

دا پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د کندهار ښار ۱۴ امنیتي حوزې اړوند حکمت پمپ ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو پر جګړن آغامحمد شیرزاد مخامخ برید وکړ.

په دغه برید کې جګړن شیرزاد ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

د برید مسئولیت طالبانو منلی. د طالبانو ویاند قاري یوســــــــــــــــــــــــــــــــــف احـــمــــــــــــــــــــــدي په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي.

په ورته مهال یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې جګړن آغا محمد په دې وروستیو کې په کندهار کې د صفر درې قطعې مطبوعاتي دفتر کې هم دنده پیل کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx