ټولنیزه برخه

یو چا ته کار نه شو کولی خو بیا هم ورته هو وایو.!

احمد طارق خلیلي

ولې هغه کار چې نه یې ترسره کوو/نه شو ترسره کولی، خو بیا هم ځېنو ته هو وایو علت یې څه دی؟
زما په شمول ډېری ځوانان په همدې مرض اخته دي.

دا چې یو کار نه شې کولای او نه غواړې چې ترسره یې کړې نو مه وایه چې کوم یې درته، یا یې درنه د څه شي غوښتنه وکړه او ته ورته ووایې چې سمه ده زه یې درته راوړم/کوم.

حلانکې ته دغه کار نه کوې/نه شې ترسره کولی.

ستا ژوند خاص ستا لپاره دی، نه د بل چا لپاره.!( د چا غوښتنه منل او نه منل تا پورې اړه لري)

د دروغو څخه د یو شخص منع کولو یوه کېسه را په یاد شوه، چې هغه د الله ج پیغمبر صلی الله علیه وسلم
له دروغو منع کړ.

یو سړي نوی آیمان راوړی وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې څو مشخص کارونه وښودل چې ما له دغو کارونو مه منعه کوه؛ رسوالله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې د هر څه آجازه به درته وکړم خو دروغ به نه وایې، نوی ایمان راوړنکی شخص لاړه، کله به یې چې د یوه غلط کار کولو آراده وکړه، نو فوراً به ورته د رسوالله صلی الله علیه وسلم دغه خبره را یاده شوه، چې دروغ به نه وایې، نو له ځان سره به یې فکر وکړ که زه دغه کار وکړم، او سبا رانه پیغمبر صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړي بیا به ورته څه وایم؟ همغه
وه چې له هر رنګه غلطو کارونو څخه لاس په سر شو.

دا د ځان لپاره یو وظیفه/روټین وګرځوه، چې همېشه رښتیا ووایې او له دروغو څخه ځان وساتې، ځکه رښتیا ویل نبوي سنت دي.

کله دې چې هم له دروغو ځان وساته نو ته بیا هغه وخت خپله خوشالي وګوره، چې زړه دې څومره خوشاله دی.

کله چې یو کار په نه زړه ترسره شي هغه خوند په کې نه وي کوم چې په مینه ترسره کېږي او دا یو حقیقت
دی.

ځینې ملګري وایي نه غواړم چې مقابل شخص دې رانه په دې یوه غوښتنه خفه شي، خیر که هغه کار ما وکړ یا نه خو مخامخ یې ورته نه شم ویلی، په دې کار سره نه یوازې تاسو خپل اعتبار له لاسه ورکوۍ بلکې ممکن ملګرتیا مو هم سره له منځه لاړه شي؛ نو ته اوس خپله فکر وکړه دا چې یو شخص ته مخامخ ووایې، چې نه یې شم کولای ښه ده او که ورته مخامخ ووایې چې سمه ده کوم یې، بیا وروسته نه هغه کار ترسره کړې، نه یې بیا د موبایل زنګ ته ځواب ورکوې او نه یې مسج ته ځواب ورکوې چې دې سره ستاسو شخصیت ته زیاته صدمه/زیان رسیږي.

دا خوي/خصلت ما کې هم وه، چې یو کار به مې نه شو کولای خو مقابل شخص ته به مې ویل چې سمه ده.

د وخت په تېرېدو یې زه هم زړه تنګی کړم نور نه کېده؛ هغه وخت مې له خپل یوه ښوونکي نه د مشورې غوښتنه وکړه، خدای دې آجر ورکړي ویل یې مهرباني چې تاسو ته مشورې در نه کړو چاته به یې ورکوو؛ خپله ټوله کېسه مې ورته بیان کړه چې په دغسې یو مرض(چې یو کار نه شم کولی خو هو وایم) باندې اخته شوی یم.

هغه راته اول د رښتیا ویلو توصیه وکړه چې هېڅکله دروغ مه وایه.

دویم یې راته وویل هغه کار چې نه یې شې ترسره کولی او ته هم ښه پوره ډاډه یې چې نه یې شم کولی ضرور څه ده چې یو چاته هو وایې؟

ما بیا ورته وویل چې ښوونکی صیب نه غواړم چې مقابل شخص رانه خفه شي، ښوونکی مې یو څه غوصه شو، په غوصه کې یې راته وویل چې مخامخ یو څوک درنه خفه شي ښه دی او که وروسته درنه په هغه کار
خفه شي چې تا نه شو کولی؟

غوصه یې هم بېځایه نه وه زما په ګټه یې وکړه.

له ښوونکي مې مننه وکړه او ترې روان شوم، همدغه خبرې مې ذهن کې کېنولې او همدغه مې عملي هم کړې، چې په ډېر کم وخت کې مې یې مثبته نتیجه تر لاسه کړه، چې تر اوسه مې هغه ښوونکي ته دعاوې کوم.

څنګه مې مثبته نیتجه ترلاسه کړه؟

دا چې چا به رانه د یو کار کولو غوښتنه وکړه او زما له وسعه به پوره نه وه، نو مخامخ به مې ورته ویل چې ورور جانه خفه نه شې دا چې ستا وخت هم ضایع نه شي او وروسته رانه خفه هم نه شې؛ نو ولې همدا اوس درته رښتیا ونه وایم، ورته به مې وویل چې دا کار زما له وسعه پورته خبره ده/نه شم کولی چې ترسره یې کړم، هغه به هم په ورین تندي ومنله او په خپله مخه به لاړه.

د رښتیا ویلو پسې خبره راغله د فېسبوک یو نالیدلی ملګری مې(محفوظ ځیرمن) دی.

یو تکړه انځورګر دی، له انځورګرۍ سره څنګ کې یې ځینې شیان هم جوړ کړي دي(تلسکوپ، مایکروسکوپ) د استعداد خو پرې ختمه ده خو له استعداد سره سره یو رښتیاګویه انسان هم دی؛ یوه ورځ مې ورته مسج وکړ چې زما انځور راته په پېنسل رسامي کړه، سمدستي یې بېرته په ډېره مینه ځواب راکړ؛ دا چې وروسته رانه خفه نه شې رښتیا به درته ووایم د هر چا انځور نه رسموم، یواځې د هغه چا انځور رسموم چې د وطن او خلکو لپاره یې څه کړي وي، خدای شته چې دغه ساعت ډېر خفه شوم خو وروسته ترې خوشاله وم، چې ځه ښه ده د کولو/نه کولو ځواب خو یې راکړ؛رښتیا ویلو یې خوند راکړ، او د همدې رښتیا ویلو له آمله مو تر اوسه پورې ښه کلکه ملګرتیا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx