ادبي لیکني

ليکوال او شاعر سميع الدين افغاني وفات شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هيواد نوميالی ليکوال او شاعر سميع الدین افغاني د ورپېښې ناروغۍ له امله په المان کې وفات شو.

سمیع الدين افغاني چې د المان په مونش ګلادباخ کې ميشت و، له څه مودې راهيسې ناروغ و تېره ورځ (۲۲ دسمبر) وفات شو او جنازه يې نن(د دسمبر ۲۳مه) په ياد ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.

ليکوال او شاعر سميع الدين افغاني له کلونو راهيسې ليکوالي او شاعري کوله او په بېلابيلو موضوعاتو يې مقالې او شعرونه ليکل چې نن ټکی اسيا يې هم ګڼ شمير شعرونه او ليکنې خپرې کړي دي.

په ۱۳۹۰ کال کې يې د «داغلي زړونه» په نامه يوه شعري ټولګه هم چاپ شوې ده.

د نوموړي ورور ډاکټر صلاح الدين سعيدي په خپله فيسبوک پاڼه له ټولو هغو خلکو مننه کړې چې د سميع الدين افغاني په جنازه او فاتحه کې ګډون کړی و.

نن ټکی اسيا د خپل دې فرهنګي همکار په مړينه خواشيني ښيي او له کورنۍ سره يې په دې غم کې ځانونه شريک ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د سمیع الدین افغاني د مړینې ناڅاپي خبر ولړزولم،، الله تعالی دې جنتونه ورکړي،،، په مرګي مې ونه لورېده،،،

د ښه فکر او قلم خاوند وو،،، که هر څو مې له نږدې ورسره ملاقات نه وو کړي اما داسې مې محسوساوه لکه له شلو کلونو نږدې ملګری.

د افغانی صاحب رحمه الله کورنۍ ته د زړه له کومي تسلیت وایم.

سیدزرغون شاه آغا

الله(ج) دی وبخښی. او جنت فردوس یی خای سیی. کورنی ته یی صبر جمیل غواړم.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx