افغانستان

د پولیس له لوري د ښځې د ویښتانو قیچي کېدل؛ ويډيو یې په ټولنیزو رسنیو توند غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): له یوې ښځې سره د کابل د حکومت د پولیسو ناوړه چلند په ټولنیزو رسنیو توند غبرګونونه راپارولي او حکومت تورن شوی، چې حتی خپل عسکر یې قانوني چلند ته نه دي برابر کړي.

پر ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي ويډيويي کليپ کې لیدل کېږي، چې د پولیسو په جامه کې یو تن د زور له لارې هڅه کوي د یوې ښځې ويښتان قیچي کړي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو لیکلي، چې یاد پولیس پهلوان مصطفی پغماني نومېږي او وروسته له هغه یې د یوې نجلۍ ويښتان قیچي کړي، چې هغې يې «ناوړه غوښتنه» نه ده منلې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وایي، د یاد کس په اړه قضیه ثبت شوې او تر نیول کېدو وروسته به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

پر ټولنیزو رسنیو باندې یادې ويډيو توند غبرګونونه راپارولي.

د یحیی تکل په نوم یوه فعال پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي « چې د پلازمېني په زړه کې په کور کې د ننه یوه عفیفه خور په پرده کې پېچلې د وخت له فاحشو واکمنانو په امن کې نه یې عزت ته یي لاس وراچوي، نو څه فکر کوی د هغو ښځینه پولیسو چې شپه او ورځ له دې لیوانو سره د جوالو په منځ کې اوسي؟»

د نعیم افغاني په نوم یو بل تن په ویډيو کې له ښځې سره شوي چلند ته په اشارې د حکومت د «لاسته راوړنو» شعاورنه تر پوښتنې لاندې راوستلې دي، چې د حکومت د ښځو د حقوقو «شعارونه دورغ دي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

دا هغه يو د هغو شلو کلونو لاسته راوړنى څخه یو مثال دى چه د سره خط شکل لرى او ښاغلئ کوفى یی بیا جمهورىت بولى او سعادتی صاحب بیا هم صلح تر قربانی کوی. د ښځی حقوق په جمهوری نظام کی باید داسی مراعت سی. لکه دغه د خارجی قواوو لخوا تربیه سوی سرباز. مشت نمونه خروار است. دغسی خر دغسی هم ځل.

طوطی

الله د خیر کړی. باید منطقی فکر وکړی چی دا بدبختی له کومه او ولی په افغان ولس تپل شوې. سبب یی څه ده، ولی دی وطن ته سوله نراځی. ته ماته کافر وایی او زه تاته. مشران مو د پردیو د لاس آله دی که کابل کی دی او که پاکستان کی. ############# الله دی مونږه یا هدایت کړی. دا خو نه اسلام شو او نه کفر.

حبیب

دی ته وایی د ښځو د حقوقو مدافع دولت
خدای پاک دی ستاسو غلامانو نه مونږ ژر خلاص کړی
او د نجیب # په سرنوشت اخته شی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx