fbpx
له د باندي څخه د مکتبې د دروازې یو منظر

د نبوي مسجد د مکتبې مختصره پيژندنه او انځورونه

نن ټکی آسیا: په دې کې شک نشته چې د علم حاصلول د بهترینو اعمالو څخه دی، خصوصا کله چې د علم حصول په نبوي مسجد کې وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: څوک چې زما مسجد ته د علم د حصول په نیت او یا د علم د رسولو په نیت راشي، نو هغه داسي دی لکه د الله په لاره کې چې په جهاد کې وتلی وی، او هغه څوک چې د بل کار لپاره راسي، نو هغه بیا داسي دی لکه یو سړی چې د بل شتمني ته ګوري. رواه ابن ماجه واحمد

د نبوي مسجد مکتبه د علم د مرکزونو څخه یو مهم مرکز بلل کیږي، او هره ورځ په سلګونو محصلین او زایرین ددې مکتبې څخه علمي ګټه پورته کوي.

د نبوي مسجد مکتبه په ابتدا کې په ۱۳ رمضان 886 هجري قمري کې تاسیس شوی، مګر کله چې په مدینه منوره کې لوی اور ولګېد، له هغه سره ټول هغه قیمتي او تاریخي کتابونه ایري شول کوم چې په دغه مکتبه کې موجود وه، ددوهم ځل لپاره دا مکتبه د اوسني سعودي حکومت له خوا په کال 1352 هجري قمري کې جوړه شوه.

په لومړي سر کې ځینو علماو خپلي شخصي غټي غټي مکتبې ورته ډالۍ کړي، او ځینو وصیتونه وکړل چې زما مکتبه دې زما له مرګه وروسته د مسجد نبوي د مکتبې لپاره وقف شي، او په همدې توګه او همداسي د نویو کتابونو د پيرودلو سره نن د مسجد نبوي په مکتبه کې تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) زیات کتابونه موجود دي، چې په ۳۵۸ الماریانو کې ځای پر ځای شوي، او په مکتبه کې د مطالعه کونکو لپاره ۳۰۰ کرسیاني ایښودل شوي.

په دې مکتبه کې د دیني کتابونو څخه نیولې بیا تر هر فن او هر علم پوري اړوند کتابونه سته، چې په ښه واضح ترتیب سره ویشل شوي، او د یو کتاب د اسانه موندني لپاره کمپيوټري او ورقي فهرسونه سته، چې د کتاب په موندنه او یا د موضوع اړوند کتاب موندنه کې د زایرینو سره مرسته کوي.
په مکتبه کې کارکونکي هم شته، چې په وخت د ضرورت هر قسم معاونت ته اماده دي، او د زایرینو سوالونو ته جوابونه وايي، او همداسي د کتاب په موندنه، د کتابونو بیرته ځای پر ځای کولو او د مکتبې نوري اړوندي چاري پر مخ بیايي.

د نبوي مسجد مکتبه یوازي د نارینه زایرینو لپاره نه بلکې د ښځو لپاره هم بېل دوه ځایونه لري، چې هلته ښځي د مطالعې لپاره ور تلای شي.
باید وویل شي چې په مکتبه کې دننه د نورو ژبو لپاره هم خصوصي مکتبه سته، چې د هغو په فهرست کې پښتو ژبي هم ځای موندلی، خو متأسفانه چې زما په مخه یو کتاب هم رانغی.

لکه څرنګه چې مو مخکې وویل، د نبوي مسجد مکتبې زیاته برخه د اهل خیر او اهل علم په شخصي مرستو جوړه شوې، او دغه مکتبه یوه ځانګړې برخه هم لري، کوم چې مکتبې ته وقف شوي کتابونه تر لاسه کوي، او بیا یې په مکتبه کې سره سموي، که د پښتو کتابونو لپاره همداسي یو د خیر سړی خپل مکتبه وقف کړي، او یا ځیني ګټور کتابونه ورته را ټول کړي، نو هم به یې پښتو او پښتنو زایرینو ته ګټه رسیدلې وي، او هم به یې صدقه جاریه او د علم لوی خدمت کړی وی.

ددې مکتبې ځیني انځورونه په لاندي ډول دي:

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هاشم ظاهري افغان
میلمه
هاشم ظاهري افغان

ډیره مننه، ډیر ښه معلومات مو زموږ سره شریک کړل. لله دی اجر درکړي، او الله د دمکتبې مسؤولینو او ټولو منسوبینو ته هم اجر ورکړي، او الله د وکړي چي د نړی مسلمانان تري فائده واخلي. د پښتو کتابونه په هکله چي پکښي نسته زما په خیال اصلي وجه يي دا ده چي زموږ پښتانه تر اوسه د ګودر غاړه او شین منګی یادوي او قسم يي کړی چي دا به نه پریږدو، ځکه چي زموږ است و نیست صرف غزل او بدلي دي. که لږ ده اسلام په باره کي ، د ښو اخلاقو په باره کي ،… نور لوستل »