شعـــــرونه

پر اروا باندې مې اوري د ښکلا نزاکتونه/خپلواک

ثاقب خپلواک

پر اروا باندې مې اوري د ښکلا نزاکتونه
چې ښکلا د حسن،حس کړل د ښکلا نزاکتونه

د بنګړو او د پایزیب شرنګ یې مهار کړل ربابونه
موسیقي کې اغږل شوي د نڅا نزاکتونه

مست احساس یې په څېره کې د توحید په لټه بوخت وو
چې جنون د مجنون خپل کړل د لیلا نزاکتونه

چې ګزمه د وصال ګرځېده،د هجر په واټو کې
سولېزو سترګو درک کړل د غزا نزاکتونه

د وریښمین اسمان تشیال کې ښایسته سپینه سپوږمۍ ده
شته په غېږ د تروږمۍ کې د رڼا نزاکتونه

ته ښکلا یې،ته ښکلا یې، د ښکلاوو مجموعه یې
شو انځور د ثاقب خیال کې ستا زیبا نزاکتونه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx