افغانستان

کورنیو چارو وزیر:«خبریالان دې د ځانونو د امنیت لپاره وسلې وپيري»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې په پرلپسې ډول خبریالان د هدفي بریدونو ښکار شول او په کمه موده کې ګڼو خبریالانو ژوند له لاسه ورکړ؛ د کورنیو چارو وزیر د رسنیو مسئولینو ته ویلي، چې د ځان د امنیت په موخه وسلې وپیري او که دا نشي کولای؛ خپلې رسنۍ دې وتړي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې مشر «ذکي دریابي» وايي د کورنیو چارو وزیر «مسعود ا ندرابي» دغه څرګندونې په یوه ناسته کې ورته کړې.

نوموړي ویلي « د کورنیو چارو وزیر راته وویل چې د رسنیو مسئولین که کولای شي، نو د ځان د امنیت لپاره دې وسلې وپيري او که دا نشي کولای خپل  رسنیز شرکتونه دې وتړي.»

د دریابي په خبره، د اندرابي له څرګندونو ښکاري چې دلته هیڅ «نظام» شتون نه لري او حکومت د هیچا د ژوند او مرګ د مسئولیت اخیستلو ته حاضرنه دی.

خبریالانو ته د وسلو پیرلو توصیه داسې مهال ده، چې په دې وروستیو کې پر خبریالانو هدفي حملې زیاتې شوې دي او د نږدې څلوېښت ورځو دننه شپږ تنه خبریالان ترور کړل شوي.

وړمه ورځ هم د الجزیرې پخوانی خبریال او د غزني د خبریالانو ټولنې مشر «رحمت الله نیکزاد» په غزني ښار کې ترور کړل شو.

بل لور ته د حکومت تر زنه لاندې د خبریالانو مرموزې وژنې داسې وخت دي، چې په دوحه کې د افغان سولې خبرو بهیر پیل شوی او حکومت ادعا لري چې د نورو «لاسته راوړنو» تر څنګ د «بیان ازادي» هم ورته سره کرښه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل خان احمد زی

دا حکومت ده که دی سقو دی زوی یاغی ‌‌‌‌‌‌ډله د افغانستان ټول ملت ته پکار ده چی دا دی یهود حکومت ته نه ووایی او یو سوچه اسلامی نظام ته ملا وتړی دا دیمکراسی او دی ## دی ملت درد نشی دوا کولی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x