افغانستان

بمي چاودنې په خوست کې د یو متقاعد ډګروال په ګډون ۸ تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت مرکز زاړه ښار کې د یوې بمي چاودنې پایله کې د یو متقاعد ډګروال په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي دي.

دا چاودنه نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه د خوست زاړه ښار مجاهد څلورلارې ته څېرمه د یو عریضه لیکونکي میز لاندې د ځای پرځای شوو توکو له امله رامنځ ته شوه.

د خوست امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، په دغې چاودنه کې د یو متقاعد پوځي ډګروال په ګډون ۸ تنه ټپیان شوي، چې د یو ټپي حالت نازک ښودل شوی دی.

تراوسه ددې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او نه هم چارواکو د پېښې په تړاو څوک نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx