نړۍ

اسرائيل: هيله ده د ټرمپ تر تلو مخکې له پنځم اسلامي هېواد سره هم زموږ اړيکې جوړې شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلي ښکېلاک يوه وزير ويلي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تلو مخکې يهودي دولت هڅه کوي، چې له پنځم اسلامي هېواد سره هم اړيکې جوړې کړي.

د برتانيې رویټرز خبري اژانس ليکلي، د روان کال په وروستيو کې متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان، او مراکش عربي هېوادونو د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي دي او اوس له پنځم اسلامي هېواد سره هم خبرې روانې دي.

ټاکل شوې، چې ډونلډ ټرمپ د راتلونکي ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰مه سپينه ماڼۍ پرېږدي او د اسرائيلو د سيمه‌ييزې همکارۍ وزير اوفيرا اکونيس رسنيو ته ويلي، چې دوی کار کوي او هیله‌من دي، چې د ټرمپ تر تګ مخکې له پنځم اسلامي هېواد سره هم اړيکې جوړې کړي.

نوموړي وويل، چې د اسرائیلو او اسلامي هېواد ترمنځ د اړيکو رغولو اعلان به امريکا کوي.

اسرائيلي وزير د پنځم اسلامي هېواد نوم نه دی ياد کړی، خو زياته يې کړه، چې دوه هېوادونه يې نوماندان دي، چې يو په عربي هېوادونو کې دی، خو سعودي نه دی او ښايي عمان هېواد وي.

هغه دا هم وويل، چې بل ستر اسلامي هېواد په ختيځ کې دی، خو پاکستان نه دی.

په اسلامي نړۍ کې تر ټولو ستر هېواد اندونيزيا دی، خو د اندونيزيا حکومت څو ورځې مخکې ويلي و، چې تر هغو به اسرائيل په رسميت ونه پيژني، تر څو چې د فلسطينيانو حکومت د هغوی په خوښه نه وي جوړ شوی.

پاکستان هم ويلي، چې د فلسطين قضيې په اړه يې دريځ روښانه دی او تر څو چې د فلسطينيانو قضيه نه وي حل شوي، د اسرائيلو په رسميت پيژندل ورته د منلو وړ نه دي.

د فلسطينيانو سربېره ډېری مسلمانان د عربي هېوادونو له لوري له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول خيانت او له فلسطينيانو سره ظلم بولي او اندېښنه لري، چې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول د فلسطين قضيې د پلورلو په معنا دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx