ورزش

په ټي ټین لیګ کې (۱۴) افغان لوبغاړي اخیستل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په متحده عربي اماراتو کې له راتلونکې میاشتې څخه د لس اوریزو سیالیو (ټي ټين لیګ) لپاره د لوبغاړو بولي ترسره شوه.

په ابو ظبي ښار کې د ټي ټين لیګ سیالیو لپاره د بولۍ پرمهال د یو شمېر نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ ۱۴ افغان لوبغاړي هم وپېرل شول چې ځوان نور احمد، فضل حق او عظمت الله عمرزی هم اخیستل شوي دي.

په یادو ۱۴ افغان لوبغاړو کې محمد نبي، رحمان الله ګربز، درویش رسولي، نوین الحق، عظمت الله عمرزی، محمد شهزاد محمدي، مجیب ځدران، نور احمد، حضرت الله ځاځی، نجیب ځدران، ظاهر خان، قیس احمد، کریم جنت او فضل حق شامل دي.

افغان لوبغاړي د بېلا لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي چې یوازې د بنګال ټایګرز لوبډلې ۵ افغان لوبغاړي له ځان سره نیولي دي.

ځوان آلراونډر عظمت الله عمرزی د قلندرز لوبډلې سره یوځای شو، نجیب ځدران او نوین الحق د ابو ظبي لوبډلې سره، درویش رسولي د پونی ډیویلز له لوري، محمد نبي، وقار سلام خیل او رحمان الله ګربز د دهلي بولز، محمد شهزاد او ظاهر خان د ډیکن ګلډیټرز له لوري، مجیب الرحمن، قیس احمد، فضل حق فاروقي، کریم جنت او نور احمد د بنګال ټایګرز لوبډلې له لوري اخیستل شوي دي.

ټاکل شوې ده د ټي ټین لیګ څلورم پړاو سیالۍ د راتلونکې ۲۰۲۱م کال د جنوري میاشتې په ۲۸مه نېټه پېل او د فبروري تر ۶مې نیټې به د عربي اماراتو په ابو ظبي شیخ زید لوبغالي کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x