ورزش

میسي د یوه کلب لپاره د نړۍ تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فوټبال په نړۍ کې مشهور ستوري لیونل میسي یوه بل ستر ریکارډ مات کړ چې نوموړی د یوه کلب لوبډلې لپاره تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی شو.

د هسپانوي لیګ فوټبال کلب برسلونا له لوري له تېرو ۱۷ شلو کلونو راهیسې لوبېدونکی لیونل میسي وتوانېد د مشهور برازیلي لوبغاړي «پيلی» ستر ریکارډ مات کړي او د نړۍ لومړی لوبغاړی ونومول شو.

لیونل میسي په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې د یوه کلب لپاره یې تر ټولو زیات (۶۴۴) ګولونه ووهل، له دې وړاندې دغه ریکارډ د مشهور ستوري پیلی په نوم و چې له ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۷۴ کالونو پورې د سانتوس کلب لوبډلې لپاره لوبېدلی و.

۳۳ کلن ارجنټایني میسي دغه ریکارډ په ۱۶ کالونو او ۷۴۹ سیالیو کې ترسره کړ، نوموړي تېره شپه په هسپانوي لیګ کې د بلد الولید لوبډلې پر وړاندې لوبه کې په زړه پورې کاکردګي ترسره کړه چې په ۶۵مه دقیقه کې یې ګول وواهه او دغه لوبه یې هم په ۳-۰ وګټله.

د یادونې وړ ده چې لیونل میسي تیرې دوه لسیزې فوټبال ته نوی روح ورکړی او د فوټبال په تاریخ کې تر ټولو غوره لوبغاړی بلل کیږي. هغه د بې شمېره جایزو سربېره یوازینی لوبغاړی دی چې د بالون ډور جایزه یې شپږ واره ګټلې ده.

میسي په ۲۰۱۴م کال کې ارجنټاین لوبډله پایلوبې ته ورسوله خو د جرمني پر وړاندې یې بریا خپله نه کړه، هغه د کوپا امریکا جام پایلوبې ته څو واره لاره موندلې خو بدبختانه لا هم خپلې ملي لوبډلې ته په جام ګټلو بریالی شوی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx