روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا «اصلي علت» پیژندلو لپاره چین ته سفر پېل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان د نوي کال له پېل سره له چین څخه د راوتونکي کرونا ویروس  (کوویډ-۱۹)  د اصلیت پیژندلو لپاره چمتو والی نیولی او دغه هېواد ته یې سفر پېل کړی دی.

د یاد سازمان د ماموریت غړو د کرونا ویروس د راڅرګندیدو عواملو د څیړلو لپاره ټیم چین ته لیږی خو وایي دوی په دې اړه د هغو کسانو پلټنه نه کوي چې په دې بحران کې ښکېل دي بلکې د ویروس د رامنځته کېدو اصلي لاملونه پلټي.

د جرمني د ناروغیو د کنترول مرکزي ادارې چارواکی «فابیان لیندرز» وایي، «له چینایي همکارانو سره تر دې دمه د کرونا ویروس خپراوي په اړه زموږ ناستې خورا ګټورې او ښې وې، اوسمهال زما تاثر دادی چې چینایان نه یوازې په حکومت کې بلکې د نړۍ په کچه هم ددې پوهېدو لپاره خورا لیواله دي چې څه پېښ شول».

له دې وړاندې د امریکا حکومت څو څو واره پر چین تور لګولی و چې د کرونا ویروس د ووهان ښار په یوه حکومتي لابراتوار کې رامنځته شوی او له هغه ځایه نړۍ ته خپور شوی، خو چین په تکراري ډول دغه تورونه رد کړي دي.

چین د تورونو ردولو سربېره پر ایټالیا، فرانسه، هسپانیا، هندوستان او امریکا تور لګولی چې ویروس د ۲۰۱۹م کال په منځ کې له یادو هېوادونو څخه چین ته انتقال شوی دی.

خو په دې اړه لیندرتز وایي، «مسله د ستونزې (ویروس) موندونکو په اړه نه ده بلکې د اصلي علت پيژندلو په اړه ده، تر څو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي او خطرونه راکم شي»، هغه زیاته کړه، په ټوله نړۍ کې ویروسونه هر کال په عموم کې له حیواناتو انسانانو ته لیږدیږي، خو د کرونا ویروس په قضیه کې دا تر ټولو بد وضعیت او بدبختي وه چې سخت حالت ته انتقال شو.

«موږ اوس په ووهان کې یو ځکه چې دلته تر ټولو کره معلومات شتون لري، او له هغه ځایه هغه لارې تعقیبوو چیرې چې مو مخکې وړي، څومره چې تعقیبونه وروستي او ژر وي پایله یې هم ښه وي، خو د یوه کال په تیرېدو سره لا هم سناریو محدودیدلی شي».

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښار څخه د خفافیشو په واسطه د کرونا ویروس انسانانو ته انتقال شو چې اوسمهال یې په نړۍ کې ۷۸.۴ ملیونه انسانان نیولي او د شاوخوا ۱.۸ ملیونه کسانو ژوند یې اخیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx